د لاس رسي وړ اتصالات

افغان تکواندو کار د چین د هانګژو په اسیايي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه

افغان تکواندوکار محسن رضايي
افغان تکواندوکار محسن رضايي

د چین د هانګژو په اسیايي لوبو کې افغان تکواندوکار محسن رضايي په ۵۸ کیلوګرامه وزن کې خپلو تاجیکستاني او جاپاني سیالانو ته له ماتې ورکولو سره د برونز مډال وګاټه.

د افغانستان د تکواندو د ملي فدراسیون رئیس نجیب الله سکندر په خپله فیسبوک پاڼه کې دغه مډال "تاریخي او ارزښتناک" بللی دی.

د اسیايي لوبو په لړ کې چې اوسمهال د چين په هانګژو ښار کې روانې دي، رضايي په لومړۍ لوبه کې خپل تاجیکستاني سيال ته دوه – صفر ماتې ورکړه او بيا په دویمه لوبه کې یې خپل جاپانی سيال په دوه پرله پسې پړاونو کې مات کړ.

رضايي خپل قزاقستاني سیال ته په ماتې ورکولو سره د افغانستان لپاره د برونزو مډال ګټل یقیني کړ. خو نن په دریمه لوبه کې يې د خپل سویلي کوريا سيال جانګ جون څخه، چې د نړۍ اتل دى، ماتې وخوړه او په دې سياليو کې له مخکې تګ څخه پاتې شو.

د افغانستان د تکواندو فدراسیون د رئیس په وینا، د رضايي لاس په تېرو سیالیو کې کسر کړی و، خو ددې سره سره، نوموړی له خپل سیال څخه یواځې د دوو نمرو په توپیر شاته پاتې شو.

د سکندر په وينا، دا د چين د هانګژو په اسيايي لوبو کې د افغانستان د ٨٥ کسيز ورزشي کاروان لومړى مډال دى. خو تر اوسه د اسيايي لوبو په ويبپاڼه کې د افغانستان نوم د مډال ګټونکو هېوادونو په منځ کې نه دی ليدل شوی.

محسن رضايي دوه کاله مخکې، د اسیا د تکواندو د ۲۴ دورې سیالیو اتلولي خپله کړه او پدې توګه یې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د سرو زور مډال وګټه.

همداراز، ټاکل شوې ده چې نن به یو بل افغان تکواندو کار، صدرزاده بیجان له خپل تاجیکستاني سیال سره مخامخ شي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG