د لاس رسي وړ اتصالات

یو امریکایی عراق کې د یو تن شکنجې کولو په قضیې کې مجرم ثابت شو


پدې امریکایي تور و چې په عراق کې د وسلو جوړولو یو شرکت کې خپل مامور شکنجه کړی و.
پدې امریکایي تور و چې په عراق کې د وسلو جوړولو یو شرکت کې خپل مامور شکنجه کړی و.

د متحده ایالاتو عدلې وزارت دوشنبه مې ۲۲ (غبرګولي۱) اعلان کړی چې د دې هیواد یو تبعه د عراق د کردستان په سیمه کې د وسلو جوړولو په یوې فابریکې کې د خپل یو مامور شکنجه کولو په قضیې کې مجرم ثابت شوی.

دا امریکایی چې ۵۴ کاله عمر لري راس روګیو نومیږي او په ۲۰۱۵ کال کې یې د عراق په کردستان کې په یوې فابریکې کې (M-4) اتوماتیک ټوپک جوړول چې د وسلو پرزې یې په غیر قانوني توګه د امریکا څخه صادرولې. په هغه د شکنجې او نورو جرمونو تورونه دي او د عمري قید سزا سره مخ کیدی شي.

د عدلیې وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې دې امریکایي د وسلو په فابریکې کې د استونیا یو اوسیدونکي د لاسوهنې د مخنیوي لپاره د کردي ځواکونو سره لاس یو کړی و چې هغه وتښتوي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د استونیا دا تبعه تر تښتول کیدو وروسته ۳۹ ورځې د کردي ځواکونو په نظامي کمپ کې بندي و او دا تور دی چې راس روګیو د پوښتنو ګرویګنو پر مهال هغه شکنجه کړی.

پدې امریکایي تور دی چې عسکرو ته یې امر کړی و تښتول شوی کس په پایپونو ووهي، د هغه د زندۍ کولو لپاره د کڅوړې څخه کار اخیستی و او دا ګواښ یې هم ورته کړی و چې د ګوتو نوکان به یې وباسي.

د عدلیې وزارت د شکنجې یوې پیښې یادونه کړې او ویلې یې دي، " په یو مورد کې روګیو خپل کمربند د (زیانمن شوي تن) په غاړې کې اچولی و، بیا یې هغه کش کړی و او په هوا کې یې ځوړند کړی و. له همدې کبله زیانمن شوی تن بې هوښه شوی و".

روګیو او د وسلو جوړولو شرکت یې په ۲۰۱۸ کال کې په غیر قانوني توګه د وسلو صادرولو په ۳۷ تورونو په رسمي توګه تورن شول او د عدلیې وزارت تیر کال پدې قضیې کې د شکنجني تورونه هم ورزیات کړل.

په راس روګیو د شکنجې تر څنګ، د دسیسې جوړولو، وسلو صادرولو، پیسې مینځلو، قاچاق او نور تورونه لګیدلي دي.

د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې مرستیال لیوس کیوسادا پدې قضیې کې د زیانمن شوي شخص زړه ورتیا ستایلی چې د څه باندې یوې میاشتې " نه بیان کیدونکي درد" رسیدو سره سره یې "فوق العاده زړه ورتیا وښوده او دا قضیه یې راپورته کړه".

د ایف بي آی دې جګپوړي چارواکي ویلي چې "شکنجه تر ټولو ناوړه جرم دی" چې دا اداره یې پلټي او دا یې هم ویلي چې د بشري حقونو سرغړاوونکو او جنګي جنایتونو مرکز سره په ګډه به د "عدالت غوښتنې لپاره نه ستومانه کیدونکې" هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG