د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې یوې چاودنې 'څلور تنه' وژلي دي


تصویر: ارشیف

په کابل کې د طالبانو حکومت وايي چې په یو رستورانت کې چاودنه شوې او لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دي.

چاودنه نن چهارشنبه سپتمبر ۲۱ (وږې۳۰) د کابل ښار په درېیمي حوزې کې د «دهمزنګ» په سیمه کې شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې په پېښه کې ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي. ښاغلي ټکور د وژل شویو او ټپیانو هویت افشا نکړ.

خو سیمه ایزې رسنۍ وايي چې د چاودنې په مهال د برېښنا ریاست ځینې کارکوونکي په سیمه کې وو.

طالبانو همدغه راز د چاودنې علت او نوعیت هم نه دی ښودلی او وايي چې خپل امنیتي کسان یې سیمې ته استولي او تحقیقات روان دي.

تر دې دمه د دغې چاودنې مسئولیت چا نه دی منلی. تر دې مخکې هم په کابل کې یو لړ چاودنې شوې چې یو شمېر کسان یې وژلي او ژوبل کړي دي.

تر دې دمه د داعش ډلې د ډیری داسې چاودنو مسئولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG