د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې چاودنه شوې او د روسیې سفارت 'دوه کارکوونکي وژل' شوي


په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته نن دوشنبه سپتمبر پنځمه (وږې۱۴) یوه چاودنه شوې ده چې د روسیې سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون شپږ تنه په کې وژل شوي‌ دي.

د روسیې دولتي‌ اژانس «ار آی اې نووستي» خبر ورکړی دی چې چاودنه د سفارت د دروازې مخې ته هغه وخت وشو چې یو روسي‌ دپلومات په دروازه کې د ویزې اخیستونکو د نومونو د اعلانولو لپاره راووت.

دا اژانس وايي ‌چې په وژل شویو کې افغانان هم شامل دي او د دغه روسیې دپلومات وضعیت لا څرګند نه دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دې اړه وویل: « نن سهار... یو تروریستي برید وشو. زموږ د سفارت د کونسلي برخې مخې ته یو ناڅرګند اورپکي چاودیدونکي توکي وچول. زموږ دوه همکارن مړه شول. موږ سمدستي اقدامات وکړل چې د سیمې امنیت خوندي کړو.»

نوموړي‌هیله ښودلې ده چې د دغه برید عاملینو ته به ژر سزا ورکړل شي،‌ خو نه یې دي ویلي چې برید چا کړی دی.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې د ښار په اوومه امنیتي حوزه کې د روسیې سفارت ته نژدې یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوی.

ده ویلي‌دي چې په دې برید کې «زموږ څلور هېوادوال او دوه تنه د روسیې سفارت کارمندان وژل» دي. هغه ویلي دي چې برید په ځايي وخت د سهار شاوخوا ۱۱ بجې د کابل ښار په اوومې امنیتي‌حوزې کې د روسیې سفارت سره نژدې شوی دی. په برید کې شاوخوا ۱۰ تنه نور ژوبل شوي‌ هم دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر کې برید او د روسیې سفارت د کارکوونکو وژل تائید کړي او ویلي دي چې سیمې ته «امنیتي‌ کسان استول شوي» چې د سفارت امنیت ټېنګ کړي.

رویټرز خبري آژانس هم د طالب چارواکو له قوله ویلي، ځانمرګی کس چې غوښتل یې د روسیې سفارت سره نژدې ځان پوري تړلي چاودېدونکو موادو وچوي، د دوی لخوا له منځه وړل شوی دی.

د مولوي صابر په نوم یو طالب قوماندان رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې ځانمرګی کس د سفارت دروازې ته نژدې تر پيژندلو وروسته د طالب سرتیرو لخوا وژل شوی دی.

بلخوا په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې تر چاودنې وروسته یې امبولانسونه لیدلي چې د پېښي ځای ته ور روان و.

دا چاودنه پر داسې مهال رامنځته کیږي چې ویل کیږي هره ورځ ګڼ کسان د روسیې د وېزې اخیستلو لپاره په کابل کې د دغه هیواد د سفارت مخته راټولیږي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې جمعې په ورځ په هرات ولایت کې د «ګذرګاه» په نوم جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه د پيژندل شوي دیني عالم مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون ۱۸ تنه ووژل شول او ۲۴ نور ټپيان شول.

دغه چاودنه چې ویل کیږي ځانمرګی برید و تر دا مهاله یې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

تر هغه مخکې د وږې میاشتې پر نهمه د کابل ښار د خیرخانې کوتل په سیمه کې هم د یوې چاودنې پر مهال یو شمېر کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړل شوو.

د طالب چارواکو په وینا په دغه چاودنه کې دوه تنه ملکي کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان شوي و.

XS
SM
MD
LG