د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: وسله والو وردګو کې تښتول شوی هندي انجینر پرېښود


وسله والو څه باندې یوه میاشت مخکې دغه انجنیر وتښتوه

د میدان وردګ ولایتي چارواکي وايي، هغه هندي انجینر چې۴۰ ورځې مخکې یوې وسله والې ډلې تښتولی و، خوشې کړی دی.

د میدان وردګ د ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني امریکا غږ اشنا ته وویل چې یوې وسله والې ډلې د نیکل په نوم د افغانستان د بریښنا د موسسې یو قراردادي انجینر د تښتولو وروسته د میدان وردګ ولایت د سیداباد په ولسوالۍ کې پټ ساته.

ښاغلي امیني وویل " یوه نیمه میاشت وړاندې د نیکل په نوم هندي انجینر هغه وخت د سړي تښتوونکو یوې ډلې وتښتوه چې پر سبا یې غزني ولایت سره د وارداتي بریښنا مزي نښلول کیدل، کله چې انجینر خپل ځای ته ستنیده وسله والو وتښتوه".

ښاغلي امیني وویل چې پولیسو د دغه انجینر د خلاصون لپاره څلور ځلې عملیات وکړل، خو سړي تښتوونکو به د هغه د ساتلو ځای بدلوه چې له امله یې دوی ونه شو کړی چې انجینر راخوشې کړي.

هغه وویل چې دغې ډلې د هندي انجینر د خوشې کولو په بدل کې پیسې غوښتلې، خو چا ورته پیسې ورنکړې.

ښاغلي امیني وویل " مونږ پرسړي تښوونکو ډلې باندې خپل استخبارتي فشارونو ته دوام ورکړ چې بالاخره د پنجشنبې د ورځې په څلوربجو دغې ډلې دغه انجینر د دشتي توپ په سیمه کې خوشې کړ".

هغه وویل پولیس له وړاندې هغې سیمې ته ځانونه رسولي وو، چیرته چې دا انجینر خوشې کیده. د میدان وردک د پولیسو ویاند وویل چې هندي انجینر په کابل کې هند سفارت سپارل شوی دی.

د میدان وردګو د پولیسو ویاند وايي د دغې پیښې په تړاو د افغانستان د بریښنا شرکت یو مامور هم د شک پر بنیاد نیول شوی، چې پلټنې ورڅخه روانې دي.

د میدان وردګ د والي ویاند عبدالرحمان منګل هم امریکا غږ اشنا ته د دغه هندي انجینر خوشې کیدل تائید کړل.

XS
SM
MD
LG