د لاس رسي وړ اتصالات

فایق: د افغانستان په اړه دې نړیوال کنفرانس جوړ شي


نصیر  احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ماموریت سرپرست مشر
نصیر  احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ماموریت سرپرست مشر

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي سرپرست د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس د جوړیدو غوښتنه کړې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي د دفتر سرپرست نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي، چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي فایق امریکا غږ ته وویل چې دا غوښتنه یې د امنیت شرا په غونډه کې کړې.

نوموړي وویل:"د امنیت شورا څخه مو وغوښتل چې یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي چې د افغانانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي، چې په کې نیک او ښه شخصیتونه، د مدني ټولنې غړي،‌ افغان متخصصین او ملکي مامورین ګډون وکړي او پر یوې تګلارې کار وکړي، ترڅو یو ټول شموله حکومت رامنځ ته شي، او دا ټول شموله حکومت د اساسي‌ قانون تعدیل او د افغانستان د خلکو لپاره ټاکنو لار پرانیزي."

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي د دفتر سرپرست په داسې وخت کې د افغانستان په اړه د یو نړیوال کنفرانس د جوړیدو غوښتنه کوي چې دا څو ورځې مخکې د ناروې په کوربتوب د طالبانو یو پلاوي د لویدیځو هېوادونو له استازو، د افغانستان د مدني ټولنو او ښځو د حقونو له فعالانو سره ولیدل.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي دفتر کې لا هم د جمهوري نظام استازي کار کوي ‌او دا چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه طالبان په رسمېت نه پیژني، د دایمي استازي اوسني سرپرست نصیر احمد فایق د دغه ماموریت مشري کوي.

ښاغلی فایق وايي:"طالبانو ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو پیغامونه واضح دي، شوي مرستې باید د یو میکانیزم له مخې له کوم خنډ پرته ورسول شي، له طالبانو وغوښتل شول چې په خپلوژمنو عمل وکړي، د میرمنو او نجونو د کار او تعلیم حق باید ورکړي،‌ بشري حقونو ته درناوی وکړي... او که طالبان غواړي واقعآ د نړیوالې ټولنې غړي، شي باید یو لړ عملي ګامونه پورته کړي."

ښاغلی فایق وايي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه یې غوښتي چې د تېر نظام د یو شمېر چارواکو غیر قانوني شتمني او پیسې، بانکي حسابونه ضبط او کنګل کړي، ځکه دا پیسې د افغانستان خلکو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو پیسې وې.

که څه هم ښاغلی فایق په دې اړې وضاحت ور نه کړ چې د چا او کومو کسانو بانکي حسابونه باید بند کړای شي. په دې وروستو کې ځینو افغان دپلوماتانو امریکا غږ ته ویلي دي چې د امریکا حکومت په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت د یو شمېر دپلوماتانانو بانکي حسابونه ځنډولي دي.

XS
SM
MD
LG