د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین کې یو سرتیري خپل څلور ملګري وژلي


پولیسو برید کوونکی نیولی خو تر اوسه نده معلومه چې هغه ولې پخپلو ملګرو دزې کړي.
پولیسو برید کوونکی نیولی خو تر اوسه نده معلومه چې هغه ولې پخپلو ملګرو دزې کړي.

پداسې حال کې چې روسیې د اوکراین سره په ګډې پولې تر سلو زرو ډیر سرتیري او نظامي وسایل ځای پر ځای کړي او دا اندیښنه شته چې ښایي مسکو به په کیف یرغل وکړي، د اوکراین د ملي ګارډ یو سرتیري نن پنجشنبه جنوري ۲۷ (سلواغې۷) پخپلو ملګرو ډزې کړې او ۵ تنه یې وژلي دي.

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا پیښه د پایتخت کیف څخه ۵ سوه کیلو مټرې لیرې د ډنیپرو په جنوب ختیځ کې شوې.
پولیسو برید کوونکي نیولی او لا معلومه نده چې دې سرتیرې ولې خپل ملګري ویشتلي دي.

په وژل شویو کې یو یې ملکي کس هم شامل دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې برید کوونکی سرتیری ۲۰ کاله عمر لري او د برید پر وخت یې په یوې نظامي فابریکې کې د ګارډ په توګه دنده ترسره کوله.
د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي چارواکو ته د پیښې د بشپړې پلټنې او ارزیابۍ امر کړی.

ښاغلي زلینسکي په یوې اعلامیې کې ویلي، "د امنیتي ادارو څخه غواړم چې د جرم د ټولو اړخونو په هکله ولس ته خبر ورکړي. د قاتل هدف او دا چې څنګه دا ډزې ممکنې شوې باید هر څومره ژر چې امکان لري، په بشپړه توګه ارزیابي شي. "

په اوکراین کې دا پیښه پداسې حال کې کېږي چې په کیف او لویدیځې نړۍ کې دا اندیښنې مخ په ډیریدو دي مسکو ښایي هره شیبه په اوکراین یرغل وکړي.

خو کرملین دا نه مني چې د پخواني شوري اتحاد پدې ملګري هیواد د یرغل پلان لري. روسیې د لویدیځ څخه یو شمیر امنیتي ضمانتونه غوښتي چې اوکراین او د پخواني شوروي اتحاد نورو غړیو ته دې د ناټو په سازمان کې غړیتوب نه ورکوي.
د امریکا متحده ایالاتو د روسیې دا غوښتنه رد کړې.

په اوکراین کې چارواکي هم د روسیې لخوا د یرغل ګواښ مني او په روسیې تور لګوي چې د دې هیواد د ولس تر منځ د ویرې په خپرولو سره غواړي چې بې ثباتي پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG