د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو په واکمنۍ کې په همجنسبازانو جنسي تیری ډیر شوی: راپور


ملګري ملتونه وایي چې د مخکني حکومت په وخت کې هم د همجنسبازانو لپاره افغانستان خوندي هیواد نه و خو د طالبانو په راتګ سره حالات لا خراب شوي.
ملګري ملتونه وایي چې د مخکني حکومت په وخت کې هم د همجنسبازانو لپاره افغانستان خوندي هیواد نه و خو د طالبانو په راتګ سره حالات لا خراب شوي.

د بشري حقونو د څار ادارې او یوې بلې بشرې ادارې په ګډ راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ څخه وروسته د همجنسبازانو د ځورونې، په هغوي جنسي تیري او ګواښونه ډیر شویدي.

په راپور کې د طالبانو څخه غوښتل شوي چې د همجنسبازانو ځورونه دې بنده کړي او د نورو ډلو څخه دې هغوي خوندي کړي.

په ګډ راپور کې چې "که آسمان ته ولاړ شئ، پیدا کوو مو" تر عنوان لاندې، د نړیوالې ټولنې څخه هم غوښتل شوي چې په طالبانو فشار راوړل شي چې د همجنسبازانو ځورونه بنده کړي او هغوي چې د تعقیب سره مخ دي، پنا دې ورکړل شي.

پدې راپور کې د تیر کال د اکتوبر څخه د ډسمبر د میاشتې پورې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ۶۰ همجنسبازانو سره مرکې شوې. پدې مرکو کې ویل شوي چې د همجنسبازانو معلومات د طالبانو سره شریک شوي او دوي د موبایل ټیلفونونو او ټولنیزو شبکو د لارې ګواښل کیږي.

ډیری شمېر همجنسبازان چې مرکې ور سره شوي وایي د جنسي هویت له کبله پرې جنسي بریدونه کیږي، وهل ټکول کیږي او یا د طالبانو غړي یې په مستقیمه توګه ګواښي.

د رضا په نامه یو نر ښځي په مرکې کې ویلي چې قهریدلي ګاونډیان یې په کور ورغلي او هغه یې ډبولې ده. هغه وایي ګاونډیانو یې ویل چې د طالبانو پولیسو ته به زنګ ووهي چې دا ځای پاک کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو پولیسو رضا ونیوه، تر وهلو ډبولو وروسته یې سر ورته وخریه او د څه باندې یوې اوونۍ بندي کولو وروسته یې بیرته د هلکانو جامې ور واغوستې او خپل کور ته واستوه.

پدې ګډ راپور کې همدارنګه ویل شوي چې آن د طالبانو د راتګ نه وړاندې افغانستان د همجنسبازانو لپاره یو خطرناک هیواد و.

د افغانستان د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني حکومت په ۲۰۱۸ کال کې یو قانون منظور کړی او همجنسبازي یې غیرې قانوني کړه. له همدې کبله یو شمیر همجنسبازانو د خپلو کورنیو، ملګرو، همکارانو او ټولنې د نورو برخو څخه خپل جنسي هویت پټوه.

خو په راپور کې ویل شوي چې د تیر کال د اګست د میاشتې راهیسې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، د همجنسبازانو لپاره وضعیت نور هم بدتر شوی.

طالب چارواکو تر اوسه د بشري حقونو پدې راپور تبصره نده کړې، خو د هغوي یو ویاند تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي و چې همجنسبازي د شرعیت خلاف ده.

XS
SM
MD
LG