د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې څنګه یوې ۵۶ کلنې ښځې ماشوم وزېږوه


ډاکټران وايي په ډېر عمر کې د ښځو لپاره د ماشوم زېږول معمول نه وي
ډاکټران وايي په ډېر عمر کې د ښځو لپاره د ماشوم زېږول معمول نه وي

د امریکا د متحدو ایالتونو د نیوهمشایر د کانکورډ په ښار کې یوې ۵۷ کلنې ښځې ماشوم زېږولی دی.

د دغې ښځې د ماشوم زېږولو داستان عجیب دی. په ۲۰۱۶ کې د دغې ښځې یوه ۱۳ کلنه لور د مغزي تومور له کبله مړه شوه او دغه میرمن چې باربرا هایګینز نومیږي په خپله هم په همدغه رنځ اخته وه.

باربرا هایګینز وايي د لور مړینې هغه او مېړه یې سخت کړولي دي او تل د هغې ویر کوي. وايي یوه ورځ یې په ذهن کې دا ورګرځېدل چې نوی ماشوم وزېږوي، خو نه یې عمر د ماشوم زېږولو لپاره برابر و او نه یې صحت.

هغه د میندوارۍ پر مهال په خپله هم مغزي تومور لره چې بیا یې د جراحي عملیاتو له لارې لېرې کړ. دغه مېرمن او مېړه یې د امریکا د کانکورډ په ښار کې ژوند کې او یوه بله لور هم لري.

بالاخره دغه ښځه په بوسټن کې د مصنوعي القاح یو کلینیک ته ځي او له همدې لارې میندواره کیږي. په مصنوعي القاح کې د یو شمېر پیچلو طبي پرمختللو پروسو له لارې د ښځو په رحم کې د سپرم هکۍ انتقالیږي او ځای په ځای کیږي چې حمل ونسسي.

دې ښځې د شنبې په ورځ مارچ ۲۷ (کب ۷) ماشوم وزېږوه او جاګ نوم یې پرې کېښود. ماشوم پنځه پاونډه وزن لري.

باربرا ویلي دي چې د نوي ماشوم په زېږېدو ډېره خوشحاله ده او په عین وخت کې ویره او هیجان هم ورسره مله دي.

دغه مور په یو ښوونځي کې د منډو روزونکې ده.

له ۵۰ په ورپورته عمرونو کې د ماشوم زېږول غیر معمول بلل کیږي.

د ګینیز د نړیوال کتاب په اساس په ۲۰۰۶ کې په هسپانیا کې یوې ښځې په ۶۶ کلنۍ کې ماشوم وزېږوه چې دا تر دې دمه په نړۍ کې تر ټولو مسنه ښځه ده چې ماشوم یې دنیا ته راوړي.

XS
SM
MD
LG