د لاس رسي وړ اتصالات

له ۱۵کلن هلک سره د سکس په جرم برتانوۍ ښوونکې زنداني شوه 


دغې ښوونکې په ۲۰۱۸ کې خپل زده کوونکي ته د ځان لوڅ فلمونه استولي وو
دغې ښوونکې په ۲۰۱۸ کې خپل زده کوونکي ته د ځان لوڅ فلمونه استولي وو

د برتانیا د بنکنګهمشر په ښار کې یوه مېړوښه ښځه له یو ۱۵ کلن هلک سره د سکس او لوڅو تصویرونو د ښودلو په جرم په اوو کلونو بند محکومه شوه.

دغه ښوونکې کندیس باربر نومیږي او خپل یو زده کوونکي ته یې د سنپ چټ له لارې خپل ځينې لوڅ تصویرونه او ویدیوګانې استولې وې.

په ویدیو کې دا ښځه ښکاري چې په خپل لاس باندې ځان ارضا کوي او هڅه کوي چې انزال شي.

سیمه ییزې رسنۍ وايي چې ښوونکې خپل زده کوونکي ته ګواښ کړی و که د دغې جنسي اړیکې په اړه یې چاته څه وویل، هغه به هم بدنام کړي.

د حقوقي دلایلو په اساس د دغه زده کوونکي نوم نه دی اخیستل شوی.

هغه دغه هلک ته دا خبره هم کړې وه چې حامله شوې ده او نه پوهېږي چې له خپل مېړه څخه یې دا حمل اخیستې که له هلک څخه.

دا ښځه ۳۵ کلنه ده او په ۲۰۱۸ کې یې دا کارونه کړی.

محکمې تېره ورځ هغه د یو ماشوم د دوکه کولو، له هغه سره د جنسي اړیکو د پاللو او د لوڅو ویدیوګانو د ښودلو له کبله په اوو کلونو بند محکومه کړه.

XS
SM
MD
LG