د لاس رسي وړ اتصالات

مرکل د کورنیو تولیداتو سیستم د نړۍ اقتصادي مشکل نه حل کوي


انګیلا مرکل او ایمانویل مکرون په برلین کي د جي-۲۰ مقدماتي غونډې نه وروسته یو خبري کنفرانس ته خبرې وکړې
انګیلا مرکل او ایمانویل مکرون په برلین کي د جي-۲۰ مقدماتي غونډې نه وروسته یو خبري کنفرانس ته خبرې وکړې

د جرمني صدراعظمې د پنجشنبې په ورځ په برلین کې د بریتانیا صدراعظمې ټریسا مې ته هرکلی ووایه چې د نړۍ د شلو اقتصادي ځواکمنو هیوادونو یا جي شل د ډلې د سرمشریزې دمخه د سلا مشورو لپاره برلین ته رسیدلې ده.

د جي-شل هیوادونو د مشرانو غونډه د جولای په اومه او اتمه د هامبورګ په ښار کې جوړیږي.

آغلې مرکل ددغې غونډې په درشل کې نن د هغه هیواد په پارلمان کې وویل چې د کورنیو تولیداتو د سیتسم ملاتړ د نړې د ستونزې د حل لاره نه ده.

هغې وویل "فکر کوم چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ سیستم هر چا ته زیان رسوي. زما هدف دادی چې دغه غونډه د ګوښه والي پرخلاف د آزاد بازار او د څو اړخیز تجارتي سیستم په اړه یو روښانه پیغام ولري."

هغې وویل هیله لري چې د جې-۲۰ د ډلې مشران به د جولای په اومه او اتمه په هامبورګ کې د څو اړخیزې سوداګرۍ د سیستم په اړه خپله ژمنه وکړي.

مرکل هیله لري د جي-شل ډله به د آزاد بازار ملاتړ وکړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

د جرمني مشرې د سوداګرۍ په اړه د ټرمپ د ادارې د "لومړی امریکا" یا د امریکا لومړیتوب پالیسۍ او د اقلیم د بدلون په اړه د پاریس له تړون نه د امریکا د وتلو پریکړې په نوره نړۍ کې پراخې اندیښنې رامنځته کړې دي.

خو هغې وویل چې دغه حیاتي ستونزه کار ته اړتیا لري او هغه وخت ته انتظار نشي کولای چې د اقلیم د بدلون به اړه د نړې هر وروستی شخص په ساینسي ډول قناعت وکړي. هغې وویل د پاریس موافقه په شاتلونکې نه ده او د بحث وړ نه ده.

آغلې مرکل له اروپايي ټولنې نه د بریتانیا د وتلو په اړه هم خبرې وکړي. هغې وویل چې له اروپايي ټولنې نه د بریتانیا د وتلو له رفرانډم نه یو کال وروسته اوس ددې ټولنې د غړو د پیوستون په اړه یوه نوې روحیه احساسوي.

هغې وویل "مونږ د بریتانیا د وتلو په اړه د خبرو لپاره بشپړ چمتو والی لري. خو زمونږ لومړیتوب دادی چې د اروپايي ټولنې راتلونکی پخپله وټاکو.

مرکل د جي-شل هیوادونو د ډلې د مشرانو د هغې غونډې کوربه توب پرغاړه لري چې د جولای په اومه او اتمه په هامبورګ کې جوړیږي.

XS
SM
MD
LG