د لاس رسي وړ اتصالات

انجیلا جولي د پاکستان د سیلاب ځپلو سیمو لیدو ته تللې 


په پاکستان کې چارواکي وايي د هالیووډ فلمونو مشهوره ستورې او د ملګرو ملتونو بشرپاله انجیلا جولي په ناببره سفر پاکستان کې د یوې سیلاب ځپلې سیمې لیدو ته تللې ده.

انجیلا جولي نن سه شنبه سپتمبر ۲۰ (وږې۲۹) پاکستان ته تللې، چارواکي وايي د سیلاب له کبله د مړو شمېر ۱۵۵۰ ته رسېدلی دی.

د تلویزونونو راپورونو کې ښودل کېږي چې انجیلا جولي د کراچۍ په ښار کې په هوايي میدان کې ښکته شوې ده، سیلابونو دغلته ۶۹۲ تنه مړه کړي او سلګونه کورونه یې زیانمن کړي دي.

سیمه ایزې رسنۍ وايي چې نوموړې له رسېدو وروسته د ځینو سیلاب ځپلیو سیمو لیدو ته هم ورغلې ده. د سره صلیب نړیواله ټولنه وايي چې انجیلا جولي د سیلاب ځپلیو خلکو سره د همکارۍ په نیت پاکستان ته سفر کړی دی.

د پاکستان حکومت لا د «دادو» ولسوالۍ ته د انجیلا جولي د سفر په اړه کومه تبصره نه ده کړې، دا سیمه ډېره ځپل شوې او مقامات وايي چې د اوبو څخه د پیدا شویو ناروغیو له کبله هم په کې شاوخوا ۳۰۰ تنه مړه شوي دي.

د نوموړې دا سفر داسې مهال کېږي چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په نیویارک کې دی چې د ملګرو ملتونو به ۷۷مې عمومي غونډې کې ګډون وکړي.

نوموړی به په خپلو خبرو کې د سیلاب له کبله خپل هېواد او خلکو د اوښتیو زیانونو په اړه معلومات ورکړي. پاکستاني چارواکي وايي د سیلابونو له کبله د دغه هېواد اقتصاد ته ۳۰ میلیارد ډالر زیان رسېدلی دي.

XS
SM
MD
LG