د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د پاکستان سیلاب ځپلې سیمې ولیدې


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د جمعې په ورځ سیلاب ځپلي پاکستان ته رسیدلی
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د جمعې په ورځ سیلاب ځپلي پاکستان ته رسیدلی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د جمعې په ورځ سیلاب ځپلي پاکستان ته دوه ورځنی سفر پیل کړ چې چارواکي هیله لري ددې هیواد بشري ناورین چې په میلیونو کسان یې اغیزمن کړي نړیوال ملاتړ راجلب کړي.

د شمیرو په اساس دا مهال د پاکستان دریمه برخه تر اوبو لاندې ده یعنې ددې هیواد د انګلستان په اندازه سیمه د ریکارډ په کچه بارانونو له ورښت وروسته اوبو لاندې کړې چې ښاغلي ګوتیریش د "چټلیو موسمي باران" په نوم یاد کړی دی.

پاکستاني چارواکي وايي چې د ویجاړ شويو زیربناو په بیا رغولو او ترمیم به لږ تر لږه ۱۰ میلیارد ډالر ولګیږي؛ کوم چې د خورا پوړوي ملت لپاره ناشونې دي، خو د اوس لپاره لومړیتوب د میلیونونو بې کوره شویو خلکو لپاره خواړه او سرپناه ده.

د سکر سیمې ته نژدې د یو سیلاب ځپلي کلي اوسیدونکي روزینا سولنګي، د فرانس پرس اژانس ته د جمعې په ورځ وویل: "که هغه راشي او موږ وویني، نو الله به هغه ته برکت ورکړي."

هغه وایي، "ټول ماشومان، نارينه او ښځې په دې سخته ګرمۍ کې سوځي. موږ د خوړلو لپاره څه نه لرو، پر سرونو چت نشته. نو بايد موږ بېوزلو لپاره يو څه وکړي."

پاکستان ته تر رسیدو دمخه په یو ټویټ کې ښاغلي ګوتیریش لیکلي چې هغه غواړي "د اړتیا په وخت کې د خلکو سره وي، نړیوال ملاتړ راجلب کړي او د اقلیم د بدلون د ناوړه اغیزو مخنیوي ته د نړیوالو پام واړوي".

ښاغلي ګوتیریش پلان لري چې د شنبې په ورځ ددې هیواد په جنوب کې د سیلاب ځپلو سیمو لیدنه وکړي او همداشان د پیړیو لرغونې سیمې «موهنجو دارو» ته ولاړ شي چې د یونیسکو د نړي د میراثونو په لست کې شامله ده.

پاکستان د خپل کلني موسمي بارانونو په دوره کې سخت وځپل شو، که څه هم چې دغه موسمي بارانونه ددې هیواد د کرنې او اوبو رسولو لپاره خورا مهم دي.

XS
SM
MD
LG