د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) د بګرام له زندانه د افغان خبري اژانس (AFKA) د خبریال مهدي انصاري د خوشې کېدل و هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې د هغه نیول او بندي کېدل د بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه ده او په هېواد کې د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې روانې ستونزې په ډاګه کوي.
د کابل څخه سرچینو چې د امنیتي اندېښنو له امله یې د نوم له ښودلو ډډه کړې، ویلي چې انصاري تېر ماښام شاوخوا اته بجې د پروان ولایت د بګرام له زندانه خوشې شوی او اوس له خپلې کورنۍ سره په کابل کې یوځای شوی دی.
مهدي انصاري د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په پنځمه نېټه هغه مهال د استخباراتو د سرپرست ریاست (GDI) له خوا ونیول شو، چې له خپل دفتر څخه راوتلی و.
وروسته، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه، د کابل یوې محکمې هغه د “اسلامي امارت پر ضد د تبلیغاتو” په تور په یو نیم کال بند محکوم کړ.
همداراز، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په دویمه نېټه، استخباراتو یوه اعترافي ویډیو خپره کړه، چې پکې پر انصاري د “زهرجنو تبلیغاتو” د خپرولو او له بهرنیو رسنیو، لکه هشت صبح ورځپاڼې او افغانستان انټرنېشنل ټلوېزیون سره د همکارۍ تورونه پورې شوي وو.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د انصاري بندي کېدل ناعادلانه وو، د قانوني بهیر له مراعت پرته ترسره شوي او هغه ته د خپلواک وکیل د لاسرسي اجازه نه وه ورکړل شوې. دغه مرکز زیاتوي چې د بند پر مهال د هغه جبري اعتراف او ددې اعتراف خپرول هم د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د ازادۍ د څار له مخې، په تېرو ۱۲ میاشتو کې لږ تر لږه ۲۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په افغانستان کې نیول شوي دي. د انصاري له خوشې کېدو سره سره، لا هم لږ تر لږه څلور خبریالان په زندان کې دي.
د رسنیو د ملاتړو ملي او نړیوالو بنسټونو د نیوکو سره سره، طالبانو د ځپلو پالیسو ته دوام ورکړی او ادعا یې کړې چې په افغانستان کې رسنۍ د اسلامي قوانینو په رڼا کې پوره ازادي لري.
فورم \ دبحث خونه