د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د افغانستان اکسپرس ورځپانې په خلاف مظاهرې


په کابل کې په سلګونو کسانو د افغانستان اکسپرس په نوم له کابل نه په انګلیسي ژبه خپریدونکي ورځپاڼې کې د یو جنجالي مضمون د خپریدلو له امله ددغې ورځپاڼې د بندیدلو او د چلوونکو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.

نن د جمعې د لمانځه وروسته د کابل د عیدګاه په جماعت کې په سلکونو کسانو چې د ولسي جرګې پخواني او اوسني وکیلان هم په کې شامل وو، د افغان حکومت نه په کلکه وغوښتل چې د افغانستان اکسپرس ورځپاڼې چلوونکو ته دې سخته سزا ورکړل شي ترڅو نوربیا ددغسې مضامینو د خپرولو جرات و نه کړي.

ددغې مظاهرې یو تنظیمونکي شمس الحق فروتن امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دوی ځکه دلته راټول شوي چې حکومت هغو کسانو ته سزا ورکړي چې په لوی لاس په هیواد کې کړکییچ رامنځ ته کول غواړي.

ښاغلي فروتن وویل "مونږ غواړو د ولس مقدساتوته دغسې سپکاوی په کلکه وغندو او حکومت نه وغواړو چې هغوی چې دا کار یې کړی ورته سزا ورکړي او هم غواړو نړیوالو ته دا ووایو چې ددغسې اشخاصو په اهدافو ځان پوه کړي او ورته په خپلو هیوادونو کې ځای ورنه کړي".

ددغې مظاهرې یو بل تنظیوونکي شجاع الدین زارع هم د افغان حکومت نه وغوښتل چې د افغانستان اکسپرس انګلیسي ژبې ورځپاڼې چلوونکو ته سزا ورکړي .

ښاغلي زارع وویل "دا کس چې دا مضمون یې خپورکړی پخپله خو عقیده نه لري خو په خپل دغه کار یې د میلونونو افغانانو احساسات مجروح کړي دي مونږ دغو کسانو ته سزا غواړو تر څو نور بیا ددغسې مسایلو د خپرولو جرات ونه کړي".

دغو مظاهره کونکو د الله اکبر نارې وهلي .

د افغانستان اکسپرس په نوم یوه ورځ پاڼه چې له کابل نه په انګلیسي ژبه خپریږي د اکتوبر د پنځلسمې ورځې په خپله ګڼه کې یو مضمون خپور کړی چې ویل کیږي پکې د اسلام مقدس دین او د مسلمانانو پیغمبر ته سپکاوی شوی.

افغانستان اکسپرس ورځپاڼې لا دمخه ددغه مضمون د خپریدلو له امله د افغانستان د خلکو بخښنه غوښتې ده.

افغانستان اکسپرس ورځپاڼې په خپل انټرنیټي پاڼه کې لیکلي دي چې ددغې ورځپاڼې کارکوونکو د "سهوې او غفلت" او یا هم په انګلیسي ژبه د بشپړ نه تسلط له امله دا مضمون په سمه توګه نه دی لوستی او خپور کړی دی.

د ای جی اهوار په نوم یو تن د افغانستان اکسپرس داکتوبر د پنځلسمې د ورځې په ګڼه کې طالبان او د اسلامي دولت ډله د یو بیرغ لاندې د نورو ادیانو پر وړاندې نه زغم لرونکې ډلې بللي دي.

همدا شان د دغه مضمون لیکونکي د مسلمانانو مقدس کتاب قران شریف ته د یو زوړ او بې خونده ناول نوم ورکړی دی.

د نننۍ مظاهرې دمخه د پخوانیو مجاهدینو دډلو یو شمیر مشرانو او چارواکو په جلا جلا بیانونو کې په افغانستان اکسپرس ورځپاڼه کې دغه خپور شوي مضمون ته سخت عکس العمل ښودلې وو او د افغان حکومت نه یې ټولو هغو کسانو ته د سزا د ورکولو غوښتنه کړی وه، چې ددغه جنجالي مضمون په خپرولو کې یې لاس درلود.

د افغانستان اجرائیه رئیس د کورنیو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ته ددغې پیښې د عدلي تعقیب امر کړی خو د افغانستان لویه څارنوالۍ وایي چې تراوسه لا ددغې ورځپاڼې کوم کارکونکی نیول شوی نه دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند محمد بصیر عزیزي امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې لویه څارنوالۍ د قانوني لارو دا مسله څیړي.

ښاغلي عزیزي وویل " دغه موضوع د افغانستان کابینه کې یاده شوې ده ځینو مشرانو هم د افغانستان د حکومت نه ددغې موضوع د پلټنې غوښتنه کړې ده خو تراوسه لا څارنوالۍ ته کوم رسمي مکتوب نه دی رسیدلی هرکله چې رسمآ څارنوالۍ ته مکتوب راشي مونږ دا مسله څیړو او قانوني اجرات به وکړو".

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ ادارې هم نافذو قوانینو ته درناوی د رسنیو عمده مسولیت ګڼي

د " نی " په نوم د رسنیو د ملاتړ یوې ادارې یو چارواکی صدیق الله توحیدي د رسنیو د قانون ۴۵ مادې ته په پاملرنې وايي چې ددغه قانون له مخې هیڅ یوه رسنۍ هم د اسلام دین د اصولو او احکامو په خلاف د خپرونو حق نه لري.

ښاغلي توحیدي امریکا غږ سره په مرکه کې د خلکو هم وغوښتل چې د مظاهرو په وخت دې د شخړو د رامنځ ته کولو مخه ونیسي.

ښاغلي توحیدي وویل" د افغانستان حکومت دې په دی هکله قانوني اقدامات ترسره کړي خو هغه کسان چې په دغه مسله کې د قانون له مخې لاس نه لري په کار نه دي چې هغوی سره ناوړه چلند وشي".

هغه وایي چې د قانون له مخې په دغسې مسلو کې یوازې د رسنیو مسوول مدیران قانوني مراجعو ته د ځواب ورکولو مسوولیت لري.

د افغانستان د رسنیو قانون د اسلام دین او مقدساتو ته سپکاوی او د خلکو پروړاندې افترا او تهمت منع کړي دي.

افغانستان اکسپرس وايي چې دغه مضمون دغې ورځپاڼې ته په بهر کې د دیره ورځپاڼې د یو قلمي همکار لخوا استول شوی دی.

افغانستان اکسپرس وايي ددغې ورځپاڼې قلمي همکار په تیر وخت کې تل دوی ته ښه مضمونونه استول چې ددغه مضمون د لیکونکي تیر اعتبار له امله ددغې ورځپاڼې کارکوونکو د هغه دغه جنجالي مضمون ته لازمه پاملرنه نه ده کړې او خپور کړی یې دی.

XS
SM
MD
LG