د لاس رسي وړ اتصالات

د هوا ککړتیا؛ کابل کې د لوګي تصفیه کولو لپاره فلټرونه جوړیږي


د لومړي ځل لپاره کابل کې یوه خصوصي تولیدي فابریکه د لویو ودانیو د مرکز ګرمیو د لوګي د تصفیه کولو فلټرونه جوړوي.

د دې فابریکې چارواکي وايي چې د هستوګنې په لویو ودانیو کې د سکرو سوځولو نه تولید شوی ۹۰ سلنه لوګی د دغه فلټر په واسطه تصفیه کیږي.

د فابریکې خاوند مصطفی حسني په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "زموږ لویه موخه دا ده چې د هوا ککړتیا په برخې کې یو مثبت فعالیت وکړو. زموږ دغه کار هم کورنی تولید ډېروي هم یو شمېر کسانو ته د کار زمینه برابروي."

ښاغلي حسني زیاته کړه چې د یوې لس پوړیزې ودانۍ لپاره یو متوسط فلتر په شااوخوا ۲۵۰۰ ډالرو پلوري.

د هغه په وینا دغه فلټرونه د افغان انجنیرانو په نوښت دننه افغانستان کې تولیديږي.

له بلې خوا د کابل د چاپېریال ساتنې ادارې چاواکي وايي چې د هوا ککړتیا لپاره د هر مثبت اقدام ستاینه کوي، خو د دغه شان نوښتونو لپاره منل شوې قانوني کړنلاره نه لري.

د کابل د چاپېریال ساتنې ادارې مشر کاظم همایون په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "تر اوسه موږ د دغو فلټرونو د جوړېدو په برخې یو منل شوې کړنلاره نه لرو، خو هر هغه څه چې د هوا ککړتیا په برخې کې مرسته وکړي ترې ستاینه کوو."

هغه زیاته کړه چې دغه شرکت ته د دوی پلاوي د لا ښه کیفیت لپاره یو لړ سپارښتنې کړي ‌دي.

د افغانستان پلازمېنه کابل ښار په ورستیو کلونو کې په ځانګړې توګه ژمي موسم کې د هوا د ککړتیا له کبله د نړۍ یو تر ټولو ګواښونکو ښارونو په ډله ګې راغلی دی.

د جنګ او فقر تر څنګ اوس ککړه هوا هم ګڼو افغانانو ته نوی سرخوږی جوړ کړی.

د رپوټونو پر بنسټ هر کال په زرګونه افغانان د ککړې هوا له امله مری.

له بلې خوا د امریکا غږ یو رپوټ وايي چې هر کال د ککړې هوا له کبله کابلیانو ته شااوخوا ۴،۲ میلیارډه ډالر زیان اوړي.

XS
SM
MD
LG