د لاس رسي وړ اتصالات

شین چاپیریال کې اوسیدل په قلبي روغتیا اثر لري - څیړنه


د نورستان ولایت شین چاپیریال
د نورستان ولایت شین چاپیریال

هغوی چې په شین چاپیریال کې اوسیږي د یوې نوې څیړنې له مخې د لږ رواني فشار سره مخامخ دي، په رگونو کې یې د وینې جریان سم او د زړه په حملو باندې د اخته کیدو چانس یې کم دی.

امریکایي پوهانو پدغه څیړنه کې په قلبي ناروغیو او رواني فشارونو باندې د اخته کیدو د کچې د معلومولو لپاره د ۴۰۸ تنو د وینې او ادرارو د ازموینو سربیره د سپوږمکۍ له لارې د هغوی د اوسیدنې د چاپیریال تصویرونه هم راټول کړي وو.

هغه کسان چې په شنه چاپیریال کې اوسیدل د هغو په پرتله چې په لږو شنو ساحو کې یې ژوند کاوه په وینې او ادرارو کې یې د رواني فشار د رامنځ کیدو اړوند هورمونونه کم و.

همداشان د شنه چاپیریال د اوسیدونکو د وینې د جریان رگونه د لږو شنو ساحو د اوسیدونکو په پرتله سالم وو.

د امریکا د متحده ایالاتو د کنتاکي ایالت د لیوویل په پوهنتون کې ددغې څیړنې مشر څیړونکي اروني بتناگر، د رویترز اژانس ته ویلي، ددغه څیړنې موندنې ښیي چې د چاپیریال سره همیشه تماس او گاونډتیا ښایي په قلبي ناروغیو باندې د لږ اخته کیدو یوه لار وي.

ددغه څیړنې اکثر گډون کوونکي چې وسطي عمر یې ٥١ کاله و، د بدن وزن یې زیات، د وینې فشار او کولسترول یې لوړ وو او ډیرو یې په داسې ځایونو کې ژوند کاوه چې شین چاپیریال یې کم و.

د محیطي روغتیا څیړونکې انیماري هیرش، پدې باور ده چې شین چاپیریال له یوې خوا خلک فزیکي فعالیت ته هڅوي او بلخوا د ککړتیا په مخنیوي سره د هوا کیفیت هم ښه کوي.

میرمن هیرش همداشان استدلال کوي چې شین چاپیریال خلک خوشحاله کوي او د هغوی د منفي احساساتو مخنیوی کوي او پدغو ساحو کې د ترافیکي گڼې گوڼې او شورماشور نشتوالی د رواني فشار او سترس د کمیدو سبب کیږي.

خو پوهان وایي چې یواځې په شین چاپیریال کې ژوند د اسنان د رواني او قلبي روغتیا ضمانت نه کوي بلکه نور عوامل لکه عمر، جنس، نژاد، وزن، د دخانیاتو او الکولو استعمال، غذایي رژیم، اقتصادي او ټولنیز وضعیت او داسې نور نه یواځې د زړه په روغتیا بلکه د بدن په عمومي روغتیا باندې عمده اثر لري.

XS
SM
MD
LG