د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: روسیې ته د چین له خوا د وژونکو مرستو برابرول به جدي پایلې ولري


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وايي، روسیې ته د چین د وژونکو مرستو ورکول به "جدي پایلې" ولري.

د سپينې ماڼۍ دغه مقام نن د فبرورۍ په ٢٦مه (کب ۷) وويل چې چين تر اوسه روسيې ته د وژونکو مرستو د برابرولو په برخه کې اقدام نه دى کړى، خو امريکايي چارواکو د تړلو دروازو تر شا د دغه هېواد چارواکو ته څرګنده کړې ده چې دا ډول عمل به "جدي پایلې" ولري.

د سپينې ماڼۍ سلاکار له چينايي چارواکو سره د دغو غونډو په اړه نور معلومات ورنه کړل.

سلیوان د سي ان ان تلویزوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې که بیجینګ پریکړه وکړي چې روسیې ته پوځي مرستې ورکړي، "دا ډول اقدام به چین ته ریښتینی تاوان ولري."

چین دمخه روسیې ته د وسلو د ورکولو راپورونه رد کړي دي.

تر دې مخکې سلیوان له ای بي سي تلویزیوني شبکې سره په یوه بله مرکه کې ویلي وو چې چین تر اوسه نه دي ویلي چې روسیې ته به مرستې ورکوي، خو دا انتخاب یې رد کړی هم نه دی.

د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو متحدینو یې په وروستیو ورځو کې روسیې ته د مرستې د ورکولو په اړه چین ته خبرداری ورکړی او په عامه بیانونو کې یې ویلي چې چین روسیې ته د وژونکو تجهیزاتو د ورکولو په اړه غور کوي.

د امريکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر ويليم برنز نن له سي بي اس تلوېزيون سره په مرکه کې وويل: "موږ ډاډمن يو چې د چين مشرتابه د وژونکو وسايلو د برابرولو په اړه غور کوي."

خو هغه زياته کړه، چې تر اوسه په دې برخه کې د چين وروستۍ پرېکړه نه ده ليدل شوې او نه هم د دغه ډول وسايلو د لېږد په اړه کوم ثبوت لیدل شوى دى.

دغو امریکايي چارواکو د وژونکو تجهیزاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو تر دې مخکې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې مشر مایکل مک کال ویلي و، چې استخباراتو په ډاګه کړې، چې د ډرون الوتکې په هغو وژونکو وسلو کې شاملې دي چې چین یې روسیې ته لیږل ارزوي.

تر دې مخکې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر هم چین ته خبرداری ورکړی و چې د اوکراین پر ضد جګړه کې روسیې ته وسلې ورنکړي.

جوزپ بوریل تیره اونۍ د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی سره په لیدنه کې وویل چې روسیې ته د وسلو ورکول د اروپایی ټولنې لپاره سره کرښه ده.

بوریل په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې مخکې خبریالانو ته وویل: "هغه (وانګ یی) ماته وویل چې هغه به دا کار ونه کړي او دوی یې پلان نه لري. خو موږ به دا وڅارو."

XS
SM
MD
LG