د لاس رسي وړ اتصالات

د مونشن امنیتي کنفرانس؛ زیلینسکي د اوکراین سره د ګړندیو مرستو غوښتنه وکړه


د مونشن درې ورځنۍ امنیتي غونډه
د مونشن درې ورځنۍ امنیتي غونډه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۸) د مونشن په امنیتي کنفرانس کې د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې د اوکراین سره خپل ملاتړ ګړندی کړي.

دا پداسې حال کې دي چې جرمني پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل د کالیزې په درشل کې پر متحدینو فشار راوړی چې کیف ته د مهمو زرهدارو ټانکونو ورکول ګړندي کړي.

لویدیځو متحدینو د جګړې له پیل راهیسې اوکراین ته یو لړ وسلې سپارلي او د لا زیاتو وسلو ژمنه یې کړې، خو کیف ویره لري چې د لویو نویو بریدونو په وړاندې د ځان دفاع لپاره ورته ښایي دغه مهم اکمالات ورو ورسیږي.

زیلینسکي د ویډیو لینک له لارې د مونشن د درې ورځنۍ امنیتي غونډې په پیل کې ګډونوالو ته وویل: "موږ باید ګړندي شو...موږ سرعت ته اړتیا لرو - زموږ د موافقو ګړندي کولو ته، زموږ د اکمالاتو ګړندي کولو ته...تصمیم نیونه دې ګړندۍ شي چې د روسیې ظرفیت محدود کړي."

هغه وویل، کله چې د خلکو ژوند مطرح وي بل هیڅ "بدیل" نشته.

د مونشن دغه عمده کلنی کنفرانس پر اوکراین باندې د روسیې د فبرورۍ د ۲۴ د یرغل د کلیزې په درشل کې جوړ شوی چې مسکو په لسیزو کې د لومړي ځل لپاره په اروپا کې جګړه پیل کړه.

په دې غونډه کې د فرانسې او جرمني مشران، د امریکا مرستیاله ولسمشره کاملا هاریس او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د چین لوړپوړي ډیپلومات وانګ يي او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم ګډون لري.

برلین تیره میاشت موافقه وکړه چې په اروپا کې په پراخه کچه کارول شوي جرمني لیوپارډز ۲، ټانکونه اوکراین ته ورکړي، چې د مسکو په وړاندې د کیف دفاع پیاوړې شي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز پدې کنفرانس کې وویل، متحدین چې جنګي ټانکونه لري باید همدا اوس یې اوکراین ته واستوي. دا پداسې حال کې دي چې د ناټو شریکان د کیف لپاره د درنو وسایطو د ورکولو د ژمنې د پوره کولو هڅه کوي.

شولتز د مونشن امنیتي کنفرانس ته وویل، "هغه څوک چې کولی شي دا ډول جنګي ټانکونه واستوي، باید همدا اوس یې وکړي." او زیاته یې کړه چې هغه به پدې خاطر "ژور کمپاین" وکړي چې متحدین خپله ونډه ادا کاندي.

د اوکراین سربیره د مونشن په کنفرانس کې به د متحده ایالاتو او چین په اړیکو هم پداسې حال کې تمرکز وشي، چې د واشنګټن له خوا د متحده ایالاتو په خاوره کې د چین د څارنې د یو بالون د په نښه کولو وروسته د دوتړو هیوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم خړې پړې شوې دي.

پداسې حال کې چې پدې کنفرانس کې د هاریس او بلینکن په مشرۍ د متحده ایالاتو لوړ پوړی پلاوی او د وانګ په مشرۍ اوړپوړی چینایي پلاوی ګډون لري، اټکل کیږي چې د دواړو هیوادونو پلاوي به د تاو تریخوالي د کمولو لپاره سره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG