د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د یرغل دوهم کال ته په غځیدو سره زیلینسکي وایي اوکراین به بریالی شي


پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره شو
پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره شو

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ فبرورۍ ۲۴ (کب ۵) وویل چې هیواد به یې د روسیې د پوځي یرغل په وړاندې بریالی شي، دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډي هیواد سره جګړه دوهم کال ته داخله شوې او د پای ټکی یې څرګند نه دی.

ولسمشر زیلینسکي په یوه اعلامیه کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویلي چې: "موږ دوام وکړ. موږ مات نشو. او موږ به سږکال د بریالیتوب لپاره هرڅه وکړو. اوکراین نړۍ ته الهام ورکوي. اوکراین نړۍ متحده کړې."


زیلینسکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د جي۷ هیوادونو یا د نړۍ د اوو سترو اقتصادونو مشران ټاکل شوې د جمعې په ورځ په مجازي توګه سره وګوري او پر هغو کسانو نوي بندیزونه ولګوي چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې ملاتړ کوي.

سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په بانکدارۍ، کانونو او دفاعي سیسټمونو کې ګڼو کسانو باندې به پراخ بندیزونه ولګوي، چې په کې څه دپاسه ۲۰۰ روسي او بهرني چارواکي او په اروپا، آسیا او منځني ختیځ کې د دریمګړو هیوادونو لوبغاړي شامل دي چې د روسیې د جګړې د هڅو ملاتړ کوي.

سپینې ماڼۍ همداشان د جمعې په ورځ له اوکراین سره د دوه میلیاردو ډالرو اضافي مرستې اعلان وکړ.

سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په اضافي مرستو کې به بې پیلوټه الوتکې او الکترونیکي تجهیزات شامل وي چې د دښمن بې پیلوټه الوتکې کشف کولی شي، او نور پوځي تجهیزات او مهمات چې د روسیې د تیري په شا تمبولو کې د اوکراین وړتیا پیاوړې کوي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له لومړۍ کلیزې یوه ورځ مخکې د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۳ یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې له روسیې غوښتي وو چې له کوم شرط پرته خپل ځواکونه له اوکراین څخه وباسي.


په همدې حال کې چین د جمعې په ورځ د روسیې او اوکراین ترمنځ د اوربند او د سولې د خبرو د پیل غوښتنه وکړه. دا د چین لخوا د ۱۲ مادو لرونکي یو وړاندیز برخه ده چې د روسیې په وړاندې د لویدیځ بندیزونو پای ته رسولو، په ملکي زیربناوو باندې د بریدونو د مخنیوي لپاره اقدامات، د اټومي تاسیساتو د خوندیتوب یقیني کول او د بشري مرستو لیږلو لپاره دهلیز رامینځته کولو غوښتنه کوي. چین په دې شخړه کې د بې طرفه پاته کیدو لټه کوي، خو بیجینګ پر اوکراین د روسیې پر برید له نیوکې ډډه کړې ده.


د چین دا دپلوماتیکې هڅې په داسې حال کې کېږي چې اوکراین د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اوکراین په ختیځ او جنوبي برخه کې یې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې د پرمختګ لپاره د روسیې هڅې شنډې کړې او د مسکو د یرغل له لومړۍ کلیزې یوه ورځ مخکې یې جګړه په ټپه درولې ده.

روسیه د اوکراین د شاوخوا پنځو برخو څخه یوه برخه خاوره کنټرولوي. د اوکراین د خاورې د نیولو لپاره دا کچه د هغه څه په پرتله خورا کمه ده چې یو کال دمخه زیات شمیر پوځي شنونکو یې په داسې حال کې وړاندوینه کړې وه چې د مسکو ټانکونه د اوکراین د ختیځ لور ته روان وو.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د پوځي یرغل امر وکړ، هغه برید چې نه یوازې د نړیوالو له سختو نیوکو سره مخ شو، بلکې لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا امریکا له اوکراین سره بې ساري پوځي مرستې کړې دي چې دا هیواد د دې یرغل په وړاندې د ځان دفاع وکړای شي.

XS
SM
MD
LG