د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایان په چټکۍ سره د افغانستان نه د ځواکونه وتل غواړي


۵۳ امریکایان غواړي چې ولسمشر اوباما دې د ۲۰۱۴ کال د مهال وېش نه مخکې د افغانستان نه ځواکونه راوباسي
۵۳ امریکایان غواړي چې ولسمشر اوباما دې د ۲۰۱۴ کال د مهال وېش نه مخکې د افغانستان نه ځواکونه راوباسي
یوه نوې سروې ښيي چې 53 فیصده امریکایان په دې نظر دي چې د افغانستان نه د امریکايي عسکرو د رایستلو بهیر سوکه روان دی.

په امریکا کې د ولسمشر اوباما د محبوبیت کچه د بهرنۍ پالیسۍ په برخه کې د هغه د کورنۍ پالیسۍ په پرتله لوړه ده.

د اسوشیټېډ پریس د JFK په نوم سروې چې د جمهور رئیس د وظیفې په اړه د امریکا د عامو وگړو د رضایت د معلومولو لپاره شوېده، وايي دا ځل بهرنی پالیسۍ ته د پاملرنی په برخه کې د عامو امریکایانو د رضایت کچه د جمهور رئیس باراک اوباما په برخه کې د کورنیو مسایلو په پرتلې لوړه ښکاري.

په کورنیو مسایلو کې د نارضایتۍ دوه مهم ټکي ښودل شويدي. اول، په امریکا کې د اقتصادي ودې د سوکه والۍ مسله ده. دوېیم، د روغتیا په بیمه کې چې په امریکا کې د اوباما د روغتیايي بېمې په نامه ېې شهرت موندلی دی، د ېو لړ ستونزو شتون ته اشاره شوېده.

دافغانستان د جگړې په اړه، پدې نظر پوښتنه کې په سلو کې 53 امریکایان له جمهور رئیس اوباما څخه غواړي چې د افغانستان نه امریکایي قواوې د هغه پلان او مهال وېش نه چې ده یې وړاندیز کړی، لا هم په چټکۍ راوباسي.

په سلو کې 57 امریکایان وایي د دوه زره اول کال نه وروسته د افغانستان په جګړې کې د امریکا ښکېلتیا ناسمه پریکړه وه او په سلو کې 53 امریکایان بیا وایی چې له افغانستان څخه د عسکرو د راایستلو بهیر خورا سوکه دی.

په دې جمله کې په سلو کې 34 امریکایان وايي چې په کوم مهال وېش چې عسکر را اېستل کېږي هغه درست دی. ېوازې 10 فېصده امریکاېان وايي چې د عسکرو د را اېستلو پروگرام ډېر په چټکۍ سره روان دی. د امریکا ټول محاربوي ځوکونه به د 2014 م کال تر اخره د افغانستان نه ووځي.

په همدې توګه، د دې سروې په ترڅ کې یو شمېر امریکایانو د ایران سره د دغه هېواد داټومي پروگرام په سر د احتمالي معاملې په اړه هم شک او اندېښنه ښودلې ده.

د ایران د اټومي پروګرام په سر د معاملې په لړ کې به نړۍ وال اقتصادي بندیزونه، چې د ایران اقتصاد یې سوکه کړیدی، کم کړی شي. په دې لړکې ېوازې لس فیصده امریکایان خوشبیني لري.

پردې سر بېره په سلو کې 49 کسان له نورو هېوادونو سره د امریکا د اړیکو په اړه رضایت لري، خو په سلو کې 50 کسان بیا وايی چې له نورو هیوادونو سره د امریکا اړیکې سمی ندي او دوی پرې خوشاله ندي.
XS
SM
MD
LG