د لاس رسي وړ اتصالات

اپل له تمې زیات آيفونونه پلورلي


د اټکل له مخې نوی آیفون د سپتامبر په میاشت کې بازار ته راوځي
د اټکل له مخې نوی آیفون د سپتامبر په میاشت کې بازار ته راوځي

د اپل کمپنۍ د خپل آیفون موبایل تیلفونونو د تولید د لسمې کلیزې په درشل کې ویلي چې سږکال یې بیسارې گټه کړې ده او د ونډو بازار یې شپږ فیصده لوړ شوی دی.

د اپل د ونډو یا اسهامو بازار اوس ١٥٩،١٠ ډالرو ته رسیدلی چې بیساری ګڼل کیږي.

د اپریل، می او جون په میاشتو کې په عمومي توگه د اپل بازار دومره تود نه وي، ځکه خلک نوي ماډل ته چې د سپتمبر په میاشت کې بازار ته راوځي انتظار باسي، خو سږکال تر هر وخت ډیر آیفونه خرڅ شوي دي.

آیپاد چې ددې کمپنۍ بل تولید دی هغه هم له تمې زیات ٥٠ فیصده زیات پلورل شوی دی.

د اپل وروستی تولید تر ډیره خلک په دې خوښوي چې تصویر ډیر واضح روښانه دی او د "ټچ سکرین" تکنالوژي پکښې ښه کار کوي. په پام کې دي چې نوي اپل په وایرلس توگه – بیلکه چارجر - چارچ شي. اټکل کیږي چې نوی آیفون به تر ١٠٠٠ ډالرو لوړه بیه ولري.

د اپل په وینا ددې کمپنۍ درې میاشتنې عاید اوس شاوخوا له ۴٩ څخه تر ٥٢ میلیاردو ډالرو پورې ده، خو د رویترز د شمیرو له مخې په وسطي توگه د اپل عاید ۴٩، ٢١ میلیارده اټکل شوی ده.

اپل وایي دوی د کال په دریمه ربع کې ۴١،٠٣ میلیونه آیفون موبایل خرڅ کړي دي چې د پخوا په پرتله یو عشاریه شپږ فیصده زیاتوالی ښیي. اپل تیر کال ۴٠،۴ میلیون آیفونونه پلورلي وو.

اپل وایي له چین پرته په نویو بازارونو کې یې ١٨ فیصده زیاته گټه کړې ده، خو په عمومي توگه په چین کې یې خرڅلاو ٩،٥ فیصده راټیټ شوی دی.

XS
SM
MD
LG