د لاس رسي وړ اتصالات

د عرب لیګ عمومي منشي: د سوریې د بیرته راستنېدو هرکلی کوو

د سوریې او سودان د وضعیت په اړه د عرب لیګ د یوې ناستې انځور
د سوریې او سودان د وضعیت په اړه د عرب لیګ د یوې ناستې انځور

په داسې حال کې چې نن چهارشنبې د مې ۱۷مه (غوایی ۲۷) د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیران په سعودي عربستان کې ددغه لیګ د سرمشریزې د جوړیدو په موخه راټول شوي دي، ددغه ټولنې عمومي منشي احمد ابوالغیط، دغه اتحاد ته د سوریې د بیرته راستنیدو هرکلی وکړ .

سوریې له ۱۲ کلن ځنډ وروسته د روان کال د مې پر اوومه نېټه، بیرته د عرب لیګ غړیتوب ترلاسه کړ. په په عرب لیګ کې د سوریې غړیتوب له دې امله ځنډول شوې و چې ولسمشر بشار الاسد د خپل حکومت پر وړاندې لویې مظاهرې په ډېر تاوتریخوالي سره وځپل.

احمد ابوالغیط وویل: "د عرب لیګ په ناستو کې د سوریې د ګډون هرکلی کوم او هیله من یوو چې دغې ټولنې ته د سوریې بیرته راستنېدل، په دغه هېواد کې د روان کړکیچ د پای ته رسیدو پیلامه شي. سوریه په سیمه کې یو مهم هېواد دی او موږ ټول ددغه هېواد څخه ملاتړ او په هغه کې د مهمې ونډې ترسره کولو ته چمتو یوو."

سوریې په عرب لیګ کې خپل غړیتوب وروسته تر هغه ترلاسه کړ چې د روانې میاشتې په پیل کې، د عربي نړۍ لوړ پوړو ډپلوماتانو موافقه وکړه چې د سوریې حکومت لخوا د مظاهره کوونکو د ځپلو له امله په عرب لیګ کې ددغه هېواد پر غړیتوب ۱۲ کلن لګیدلی بندیز، ختم کړي.‌

په ورته وخت ټاکل شوې ده چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد د جمعې په ورځ د سعودي عربستان په جدې ښار کې د عرب لیګ په سرمشریزه کې ګډون وکړي او د هغو عربي هېوادونو له ولسمشرانو سره به اوږه په اوږه ودریږي، چې کلونه یې د هغه د کمزوري کولو هڅه کوله.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد لا دمخه د عرب لیګ د سرمشریزې د چمتوالي په غونډو کې د ګډون لپاره جدې ته رسیدلی دی او د اردن، متحده عربي اماراتو او لبنان د بهرنیو چارو وزیرانو سره یې خبرې اترې کړې دي.

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بوحبیب ویلي‌ چې هغه له خپل سوري سیال ښاغلي مقداد سره د کډوالو د راستنیدو او په سیمه کې د نشه یې توکو د قاچاق د مخنیوي په اړه خبرې کړې دي؛ هغه دوه مهم موضوعات چې په وروستیو میاشتو کې به له سوریې سره د عربي هیوادونو د خبرو اترو منځپانګه وي.

بلخو داسې ویل کیږي چې په عرب لیګ کې د سوریې غړیتوب بیرته ژوندی کول د دې لیګ د ټولو غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په خوښې نه، بلکې د اکثریت رایو پر اساس د تړلو دروازو تر شا په خبرو کې منل شوی.

د دې اتحادیې په اعلامیې کې ویل شوي چې د سوریې د شخړې حل ګام په ګام موضوع ده او لومړی ګام به یې د عرب لیګ په غونډو کې د سوریې د ګډون پیل کیدل وي.

دې ډلې همدارنګه د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا څخه ملاتړ څرګند کړی او د دې هیواد څخه یې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل غوښتي دي.

د عربي هیوادونو ددې سازمان یو ویاند جمال رُشدي وویل چې د "یکشنبې ورځې پریکړه په سوریه کې د جګړې د پای ته رسیدو نښه نده بلکې د پای پیل دی. "

یاده دې وي چې د سوریې د کورنۍ جګړې په پایله کې له نیم میلیون زیات ددغه هېواد وګړي ووژل شول او له پنځو میلیونه زیات کسان یې کډوالۍ ته اړ شول.‌

This item is part of
XS
SM
MD
LG