د لاس رسي وړ اتصالات

د یوې لویې پېښې مخنیوی؛ د اریانا افغان الوتکه د ډهلي هوایي ډګر کې په غلطې لیکي کې ښکته شوې


د هند د ملکي هوایي چلند ادارې ویلي دي د دې هېواد د پلاژمېنې نوي ډيلي د انډراګاندي په نړیوال هوايي ډګر کې "د یوې لویې پېښې" مخه نیول شوې ده.

دې ادارې د دوشنبې په ورځ (نومبر۲۴) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته کېدونکې وه چې د اریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه د خپلې لیکې پر ځای په بله ځغاست‌لیکه کې ښکته شوه.

په اعلامیې کې راغلي چې دا پېښه "د اریانا افغان هوايي شرکت ایربس A310 الوتکه چې له کابل څخه یې الوتنه کوله، په غلطۍ سره د 29R ځغاست لیکې کې چې په ځانګړي ډول د الوتنې لپاره ټاکل شوې وه" ښکته شوه.

د هندي چارواکو په وینا د ایراینډیا یوه الوتکه له همدې ځغاست لیکې څخه الوتنې ته چمتو وه.

اعلامیه زیاتوي چې پیلوت د هند ملکي هوایي چلند ادارې ته ویلي چې په ځمکه کې د لارښونې په سیستم کې "ناکامي" وه چې له امله یې الوتکه د 29L د ځغاست لیکې پرخای د 29R ځغاست لیکه کې کېنوله.

د اعلامیې په اساس پېښه د نوي دهلي په وخت غرمه مهال شوې او د "لید شرایط" خراب ښودلی شوي دي.

د هند د ملکي هوایي چلند د ادارې په وینا، په پېښه کې څوک ټپي شوي ندي او د هوایي ډګر فعالیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

دې ادارې زیاته کړې چې په دې اړه یې رسمي څېړنه پیل کړې او ټینګار یې کړی چې دا باید روښانه شي چې ستونزه د هوايي ډګر په سیسټم کې وه یا د الوتکې په تجهیزاتو کې وه.

د اریانا افغان هوایي شرکت تراوسه پورې په دې اړه څه ندي ویلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG