د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو پاکستان کې د ډبرو سکرو درې کان کېندونکي ووژل


پاکستاني چارواکي‌وايي د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي
پاکستاني چارواکي‌وايي د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي

د پاکستان په بلوچستان کې چارواکي‌ وایي وسله والو کسانو د یکشنبې په ورځ‌ نومبر ۲۱ (لړم۳۰) د ډبرو سکرو درې کان کېندونکي وژلي دي.

د سیمې یو مسئول اسوشیتدپرس ته وویل چې پېښه د «شاهرګ» په سیمه کې شوې ده، دغې سیمې کې د سکرو ډبرو کانونه زیات دي.

تر دې دمه چا د دغه برید مسئولیت نه دی منلی. د وژل شویو کسانو هویت هم لا معلومه شوی نه دی.

چارواکي وایي‌ چې د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې او پولیسو د دغې پېښې په اړه پلټنې پیل کړي.

تر دې مخکې د جنورۍ په میاشت کې په همداسې یو بل برید کې په بلوچستان کې د ډبرو سکرو ۱۱ کاند کېندونکي ووژل شول. په وژل شویو کې یې اوه افغانان وو.

هغه وخت افغان حکومت د دغو افغانو د وژلو کېدو په اړه د پاکستان له حکومت څخه د تحقیقاتو او پلټنې غوښتنه هم کړې وه.

د داعش ډلې د هغه برید مسئولیت منلی و او د دغو کان کېندونکو د وژلو ویدیو یې هم خپره کړې وه.

د بلوچستان ایالت له طبعي زیرمو څخه مالامال بلل کیږي. په دغه ایالت کې بلوچ بیلتون غوښتونکي له کلونو راهېسې د خپلې «ازادۍ» لپاره مبارزه کوي.

دوی د پاکستان حکومت تورنوي چې د بلوچستان ایالت له طبعي زیرمو څخه استفاده کوي خو په بدل یې کې بیا دغه ایالت ته هاغسې خدمتونه نکوي.

XS
SM
MD
LG