د لاس رسي وړ اتصالات

د پښتون تحریک د پوځ د 'حد نه د نه وتلو' خبرداري ته سخت ځواب


د پاکستان د پښتون تحریک مشرانو او پلویانو د پوځ د ویاند هغه خبرداري ته کلک غبرگون ښودلی دی چې وایي 'د حد نه دې نه ووځي.'

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور خبریالانو ته د خبرو په وخت ویلي دي چې د پښتون تحفظ تحریک دې د حد نه، نه ووځي کنه نو ضد به یې اقدامات وکړي.

جنرال اصف غفور وویل چې د پښتون تحریک درې غوښتنې وې چې یوه یې د امنیتي پوستو لیرې کول، د ماینونو پاکول او د لادرکه کسانو معلومات دي. هغه وویل چې پدی دریو غوښتنو یې کار پیل شویدی.

د پښتون تحریک مشر منظور پښتین د پوځ د ویاند د خبرداري په ځواب کې د پي ټي ایم په ټویټر ولیکل چې د پښتون تحریک یواځې درې نه بلکه شپږ غوښتنې لري چې لمړنۍ یې د راو انور نیول دي.

د پښتون تحریک یو بل اساس ایښودونکي مشر محسن داوړ په خپل ټویټر د پوځ د ویاند د خبرداري ځواب داسې ورکړ

"تاسو د خپل وسه پورې کوښښ کړیدی چې مونږ ته تاوان راورسوئ. تاسو په مونږ د دروغو قضیې کړي. تاسو د خپلو گډاگانو طالبانو د لاسه زمونږ د قتل کوښښونه کړي. تاسو په ټولنیزو رسنیو زمونږ د بدنامولو کمپاینونه کړي. تاسو مونږ غدار بلئ خو تاسو زمونږ د ملاتړکونکو په ودورولو کې ناکامه شوي یئ."

محسن داوړ په یو بل ټویټ کې د پاکستان په پوځ تور ولگاوه چې هغوي "د حد نه وتلي دي."

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د پوځ ویاند پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې د پي ټي ایم غړو تروسه پورې د تشدد نه کار ندی اخیستې او دا چې د پي ټي ایم په اړه یې تحقیقات پیل کړیدي چې دا څنگه فعالیتونه کوي.

په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوهانو، او د حقونو فعالانو د پوځ د ویاند خبرداري ته غبرگونونه څرگند کړل.

د پاکستان پخواني سناتور افراسیاب خټک په خپل ټویټر ولیکل

"د پښتنو د حقونو لپاره د سوله ایز تحریک بدنامول ښه تگلاره نده، پداسې وخت کې چې طالبانو بیا سر راپورته کړیدی. ټولنیز تړون د دولت اساس وي او د دغې تړون ماتول هم د حد نه تجاوز دی. د خلکو قانوني حقونه خوندي کول یې حل لاره ده."

د تحریک پلویانو د پوځ د خبرداري په ځواب کې په ټویټر یو هیش ټیگ هم پیل کړ چې وایي "د کوم حد نه وتل". پدغه هیش ټیگ کې فعالانو په پوځ تورونه لگولي دي چې هغوي د پاکستان په اساسي قانون کې د ټاکل شوي حد نه ووځي.

سیاستمدارې عصمت شاهجهان په خپل ټویټر لیکي دي

"د پوځ ویاند د سیاسي بیان په ورکولو سره د حد نه وتلی دی."

د پاکستان د پښتنو د حقونو د تحریک مشر منظور پښتین د شاوخوا یو کال نه خپله مبارزه جاري ساتلې ده او پرله پسې ژمنه کوي چې ترڅو یې د پښتنو حقونه نه وې خوندي کړي، مبارزه به یې جاري وي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG