د لاس رسي وړ اتصالات

د طاهر داوړ زوی د خپل پلار د وژنې نړیوال تحقیقات غواړي


د هغه پاکستاني پولیس افسر چې د اکتوبر په ٢٧ د اسلام اباد نه برمته شو او د چارشنبې په ورځ یې د افغانستان سره په پولې مړی وموندل شو، زوی د خپل لار د وژنې د تحقیقاتو لپاره د نړیوال کمیسیون جوړیدو غوښتنه کړیده.

د وژل شوي پاکستاني پښتون پولیس زوی امجد طاهر د خپل پلار د جنازی په مراسمو کې راټول شوې خلکو ته په وینا کې وویل "زه د خپل ملک نه سوالونه لرم او د ځواب په هیله یم چې زما د پلار سره دا بې عدالتي ولې وشوه؟ زه غواړم زما د پلار د قتل تحقیقات یو نړیوال کمیسیون وکړي ځکه چې په دی کې دوه ملکونه ککړ دي."

د طاهر داوړ د زوی دا وینا په ټویټر شریکه شوه:

هغه زیاته کړه چې پلار یې د اسلام اباد نه لادرکه شویدی او په افغانستان کې یې مړی وموندل شو.

د پښتون تحفظ تحریک مشرانو هم د طاهر د وژنې د تحقیقاتو لپاره د نړیوال کمیسیون د جوړیدو غوښتنه کړیده،

محسن داوړ امریکاغږ ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د یو نړیوال کمیسیون د تحقیقاتو غوښتنه کوي، وویل چې طاهر داوړ چې کله لادرکه شو نو پولیس او حکومت بیخې د هغوي د موندلو لپاره هیڅ کوښښ ونکړ. داوړ زیاته کړه، "پدی کې دوه ملکونه دي، د پاکستان تحقیقاتي ډله افغانستان ته نشي ورتلی او د افغانستان نه داسې یوه ډله پاکستان ته نشي راتللی نو ځکه یوه نړیوال تحقیقاتي کمیسیون پکار دی."

په عین وخت کې د پاکستان پوځ یو ځلې بیا په افغانستان تور ولگاوه چې د طاهر داوړ د قتل نه وروسته د افغان چارواکو رویه دا څرگندوي چې په افغانستان کې نه یواځې ترهگرې ډلې بلکه نورې وسیلې هم ککړې دي.

د پاکستان د پوځ ویاند په خپل ټویټ کې دا هم لیکلي چې د داوړ د وژنې تحقېقات روان دي.

له بلې خوا د پښتون تحریک مشر منظور پښتون او پلویانو یې د طاهر داوړ وژنه د پښتنو 'منظمه وژنه' بللی ده او د ملک په مختلفو برخو کې یې احتجاجونه پیل کړیدي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG