د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د طالبانو له خوا د سوځېدو له ګواښ سره مخ انځورونو نندارتون


د هنرسالارانو په نوم د افغان انځورګرانو یوې ټولنې د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د هغو انځورونو نندارتون پرانیستلی چې دوی وايي، په افغانستان کې د طالبان له خوا د سوځېدلو له ګواښ سره مخ وو.

د انځورګرانو دې ټولنې چې د کلونو راهیسې یې د کابل بریدونو ځپلي دېوالونه په خپلو رنګینو انځورګریو او پیغامونو ښایسته کول، اوس یې د امریکا د یوه سوداګریز مرکز دېوالونه د افغانستان په انځورګریو رنګین کړیدي.

د ګڼ شمیر افغانانو په څېر، دا څو هنري پنځونې هم د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د امریکا متحده ایالاتو ته را کډوالې شوي دي.

طالبانو په خپله تیره دوره کې داشان انځورونه، څیريکول او یا یې سوځول. اوس د هنر سالار ډلې د دغو انځورونو لپاره په ویرجینیا کې یو نندارتون جوړ کړی، ترڅو دافغانانو د ګوتو او فکر کمال ته د نړیوالو پام واړوي.

دغه نندارتون پایتخت واشنګټن ډي سي ته څېرمه د ویرجنیا ایالت د ټایسن کارنر سوداګریز مرکز کې پرانیستل شوی.
دغه نندارتون پایتخت واشنګټن ډي سي ته څېرمه د ویرجنیا ایالت د ټایسن کارنر سوداګریز مرکز کې پرانیستل شوی.

امید شریفي د هنرسالارانو مشر وایې: ”مونږ ۳۰ قطعې د افغان هنرمندانو هنري اثار له کابل نه دلته امریکا ته رالیږدولي دي، او دلته مو د نندارې لپاره ایښې دي. دا د افغانستان د خلکو یوقصه ده، د افغانستان د درد او رنځ قصه او د افغانستان د ښایستونه قصه.“

دغه نندارتون به د افغانانو لپاره خپلې کیسې لري، خو د بهرنیانو لپاره جلا کیسې کوي؛ د دود او دستور کیسې، د جګړې او غم کیسې، د جلا وطنۍ او هیلو کیسې. د همدې هنر لارویان وايي چې د دې انڅورګرۍ کیسو حیران کړي دي.

ددغو انڅورونو د لیدلو دپاره د ویرجینیا له ریچمونډ ښار څخه راغلې انځور ګره کیلي کورون، وایې: "دا ډیره د حیرانتیا وړ ده. دوی څنګه خپل احساسات په کې ځای کړي دي، او هغه هم مثبت احساسات، داسې ښکارې چې دا ټول څه پر دوی تېر شوي دي، دوی ورسره مخ شوي دي، د دوی احساسات ښایسته دي."

دغه نندارتون پایتخت واشنګټن ډي سي ته څېرمه د ویرجنیا ایالت د ټایسن کارنر سوداګریز مرکز کې پرانیستل شوی دی او هنرسالاران تمه لري چې د لیدلو دپاره به یې د دوو میاشتو په ترڅ کې نږدې شل میلیونه خلک ورشي.

XS
SM
MD
LG