د لاس رسي وړ اتصالات

آیا مصنوعي ځیرکتیا به د انسانانو دندې ورڅخه واخلي؟


په نړۍ کې د مصنوعي ځیرکتیا مخ پر زیاتیدونکې پرمختګ او د انسانانو پر ژوندانه په تیره بیا پر کار او بار باندې یې اغیزې،‌ ګڼ شمېر کتوونکې هیښ کړي دي.

په اوسنې دور کې چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ زده کوونکې کولای شي د ازموینې لپاره مقالې ولیکي او انځورونه یواځې د خبرو له لارې رسم کېدلای شي، ددغه نوي پديدې اغیزې په ټولنو کې حس شوي او اندیښنې را پارولي دي.

پداسې حال کې چې مصنوعي ځیرکتیا لا تر اوسه د ورځني ژوند پر ټولو برخو خپله بشپړه اغیزه نه ده خوره کړې، خو د یوې قوي "اقتصادي زلزلې'' ګنګوسې ورځ تر بلې زور اخلي.

د نیویارک پوهنتون د اروا پوهنې متقاعد استاد او ''انسان د ماشین پر وړاندې'' د پروګرام لیکونکی، ګري مارکس د اوبر شرکت سره ددغه مخ پر ودې ټکنالوژۍ په منلو کې مرسته کړې ده.

نوموړی وايي، پداسې حال کې چې ځینې کارونه لکه د الکترونیکي‌ لوبو لپاره د سوداګریزې انیمیشونونه جوړول لا دمخه د مصنوعي ځیرکتیا له خوا ګواښل شوي‌ دي، خو ددې سره سره، د مصنوعي ځیرکتیا اقتصادي اغیزه محدوده ده.

ګري مارکس د امریکا غږ ته وویل: " فکر کوم په هغه چټکیا سره چې ځینو یې په اړه خبرې کړې وې، موږ به د فزیکی دندو پر ځای د مصنوعي ځیرکتیا د کارولو شاهدان و نه اوسو. له دې امله،‌ موږ بې چلوونکي موټرونه نلرو.‌ هان....‌ موږ پدې هم نه پوهیږو چې څنګه هغه ربوټونه جوړو کړو چې د رېښتنې او پیچلي نړۍ پر وړاندې سم عمل وکړي."

د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د ماشومانو د زده کړې سره د مرستې لپاره د "خانمیګو" په نامه د جوړ شوي سافټ ویر څښتن سل خان وايي چې د مصنوعي ځیرکتیا احتمالي اقتصادي اغیزو ته په کتو سره، نوموړی له دې لارې د ګټې ترلاسه کولو ته خوشبینه دی.

هغه د کاروبار په مارکیټ‌کې د مصنوعي‌ځیرکتیا پرمختګ ته کتو وویل: " ایا مصنوعي ځیرکتیا به د کاروبار مارکيټ له خنډ سره مخامخ کړي؟ رېښتیا ووایم، زه یې په ځواب نه پوهیږم.‌ خو ډاډه یم چې مصنوعي‌ځیرکتیا به د زیاتې ګټې وټې لامل شي. "

همدا راز ښايې د حقوقې او قانونی څانګې او په ځانګړی توګه د کاپي رايټ وکیلان د مصنوعي‌ځیرکتیا څخه ګټه ترلاسه کړي. ددې ترڅنګه، ګیري مارکس د مصنوعي ځیرکتیا د څارنې لپاره د یوه نړیوال سازمان د جوړولو غوښتونکی دی.‌

هغه زیاته کړه:"زه د مصنوعي ځیرکتیا د څارنې لپاره د یوه نړیوال سازمان د جوړولو غوښتونکی یم. فکر کوم په دغسې یوه سازمان کې د شرکتونو او حکومتونو څخه د پوهانو یوې ډلې ته اړتیا لیدل کیږي. زه فکر کوم دا ډیره مهمه ده چې موږ د بشر په توګه دغو ټولو شیانو ته سوچ وکړو او دغه کار یواځې حکومتونو ته پرې نږدو چې هر تصادفي کار بیله دې چې پوهه یې ولري، تر سره کړي. "

دا مصنوعي ځیرکتیا او پرمختګ په اړه یې دغه خبرې پداسې حال کې کیږي، چې د "چټ جي پي‌ ټي" په نوم د مصنوعي ځیرکتیا وتلې ویب پاڼه په تیرو میاشتو کې په پراخه کچه د خلکو پام ځانته را اړولی دی. خو تر اوسه یې د پام وړ ګټه ترلاسه کړې نه ده. همدا راز د "اوپن اې ای" شرکت چې د "چټ جې پي ټي" مالکیت لري، تیر کال ۵۴۰ میلیونه ډالره زیان ولید.

XS
SM
MD
LG