د لاس رسي وړ اتصالات

آیا ځیرک ډاکټر د انساني ډاکترانو ځای نیولی شي؟


په لندن کې میشت د مصنوعي ذکاوت د سافټویر جوړونکي یو شرکت چارواکي وايي د دوی ځیرک ډاکټر د یو انسان ډاکټر په توګه د ناروغانو تشخیص کولی شي.

د ببيلون هیلت Babylon Health شرکت وايي داسې یو سافټویر یې جوړ کړی چې له مریض څخه له یو شمیر پوښتنو وروسته د هغه ناروغي تشخیصولئ شي.

خو ډاکټران وايي دغه پروګرام یو شمیر ګټې لري، خو هیڅکله هم د انساني ډاکټرانو ځای نشي نیولی.

له بلې خوا پوښتنه داده چې آیا تاسو په یو کمپیوټر او مصنوعي ذکاوت اعتماد کولې شئ چې ناروغي مو تشخیص کړي که څه هم چې دغه کمپیوټري پروګرام یا چټبات د یو حقیقي ډاکټر په اندازه ستاسو پوښتنې ځوابولئ شي.

دغه سافټویر د برتانوي شرکت ببیلون او یو شمیر نورو بریتانوي او امریکايي شرکتونو د ګډ کار په نتیجه کې جوړ شوی. د ببيلون سافټویر جوړونکي ډاکټر علي پارسا، د لندن په رویال کالج کې د مصنوعي ذکاوت دغه ډاکټر معرفي کړ، هغه وایي "په ببيلون سره مونږ غواړو چې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی د نړۍ په هره برخه کې اسانه او ارزانه کړو."

نوموړوی زیاتوي چې د اپلیکیشن مقصد یې دا نه دی چې د ډاکټرانو ځای ونیسي بلکه هدف یې له ډاکټرانو سره مرسته ده، ځکه ډاکټران ډیر مصروف وي.

د ستنفورد د پوهنتون د عامې روغتیا د برخې مسئوله ډاکټره میګان مهوني د دغې تکنالوژۍ د موثریت تائیدولو په ترڅ کې وویل "د طب د رشتې ډیر محصلین او د داخله ناروغیو ډاکټران یې په هکله اندېښنه لري. هرڅوک یې په هکله خبرې کوي او مونږ هیله مند یو چې مصنوعي ذکاوت له مونږ سره مرسته وکړي چې له دغه مشکل څخه ځان خلاص کړو. مونږ په امریکا کې د داخله ډاکټرانو له کمښت سره مخامخ یو او د نویو ډاکټرانو استخدام هم سخت دی، ځکه په کلنیکونو کې د دوی ۵۰ فیصده وخت په اداري کارونو تیریږي.

ډاکټر پارسا وايي دغه سافټویر د لندن د رویال په کالج کې په جوړو شوو طبي پوښتنو وازمایل شو. طبي ډاکټرانو دغه پوښتنې په ۷۲ فیصده سمو ځوابونو، ځواب کړې په داسې حال کې چې د ببيلون مجازي ډاکټر په یو اتیا فیصده دقت سره ځواب کړي دي.

خو یو شمیر ډاکټران وايي دا په دې مانا نه ده چې دغه سافټویر دې د یو داخله ډاکټر ټول صفات ولري.

د لندن له رویال کالج څخه ډاکټره کامله هاتورن وایي "مونږ د پوهنتون د درسي نصاب له موادو څخه د مصنوعي ذکاوت لرونکي داکټر د عمومي ذکاوت د معلومولو لپاره پوښتنې مطرح کړې، خو دغه سافټویر د یوه حقیقي ډاکټر په توګه تجربه نه لري او د ناروغ سمه پالنه نشي کولي او د ناروغ احساس هم نه شي درک کولی."

د ببیلون هیلت شرکت د طبي برخې مسئول ډاکټر مبشر بټ وايي د دغې تکنالوژۍ هدف دا نه دی چې د داخله ډاکټرانو ځای ونیسي بلکه هدف یې له ډاکټرانو سره همکاري ده.

ډاکټر مبشر بټ زیاتوي "کله مو چې د مصنوعي ذکاوت سافټویر له حقیقي ډاکټر سره په طبي معلوماتو کې مقایسه کړ نو د مصنوعي ذکاوت، دقت تقریباْ اتیا فیصده و. کله چې له دغه سافټویر څخه ډاکټران په عملي توګه ګټل اخیستل شروع کړي دغه دقت یې نور هم زیاتیږي، ځکه له تجربو څخه زده کړه کوي او ښايي دقت یې ۹۶ فیصده شي."

له دغې تکنالوژۍ څخه د رواندا حکومت خلکو ته د صحي خدماتو په برابرولو کې ګټه اخلي.

جوړونکی شرکت یې وايي دغه تکنالوژي ډاکټر ته د ورتګ اړتیا کموي او په لویو کتارونو کې د ډاکترانو د معاینه خانو مخې ته د ناروغانو د دریدو مخنیوي کوي.

XS
SM
MD
LG