د لاس رسي وړ اتصالات

نوې تکنالوژي چې د خلکو جعلي ویدیوگانې جوړوي


ویدیو اډیتنگ
ویدیو اډیتنگ

یوه نوې تکنالوژي رامنځ ته شوې چې د هغې نه په استفادې د واقعي کسانو ویدیوگانې جعلي جوړیدای شي او کولای شي د هغوی د خولې نه داسې خبرې تولید کړي چې هیڅ کله یې ندي کړي.

دغه تکنالوژي چې د Deepfakes یا "ژور درواغ" په نوم یادیږي د شکل او هوښ د کاپي کولو له لارو چارو نه په استفادې د رښتینو کسانو ویدیوگانې تولید کولای شي.

د نړیوال امنیت او سوداگرۍ د مرکز کارکونکی اندرو گراتو، وایي چې له دغې تکنالوژۍ نه په استفادې د خلکو ویدیوگانې داسې جوړیدای شي لکه څنگه یې چې ددې تکنالوژۍ چلونکی د یو شخص د خولې په ویدیو کې بیانول غواړي.

د پام وړ شخص د تصویرونو او غږ له مجموعې څخه جوړې ویدیوگانې پدې تکنالوژۍ د کمپیوتر الگاریتم ته ورکول کیږي. بیا یو ځانگړی کمپیوتري پروگرام د یو شخص د څیرې حرکتونه او د خبرو بڼه تقلیدوي.

ښاغلی گراتو وایي دغه تکنالوژي او د هغې تولید له نیمگړتیاو خالي ندی، خو د هغه په وینا په څو راتلونکو کلونو کې ښایي دومره پرمختیا وکړي چې د اصلي او نقلي ویدیوگانو ترمنځ توپیر به پدې تکنالوژۍ کې مشکل وي.

د امریکا د کانگرس غړي اندیښمن دي چې دغه تکنالوژي به د "غلطو معلوماتو جنگ" لپاره نوې وسیله شي چې د هغوی په وینا د امریکا د متحده ایالاتو او نورو غربي دموکراسیو پر ضد به په کار واچول شي. د مثال په توگه د هیواد ملي امنیت به وگواښي او په انتخاباتو کې به ترې غلطه گټه واخیستل شي.

جمهوري غوښتونکی سناتور مارکو روبیو، چې د سنا مجلس د استخباراتو کمیټې غړی دی وایي تر اوسه له دې تکنالوژۍ نه د هنرمندانو او مشهورو څیرو د بدنامه کولو او یا هم د شوخۍ او طنز لپاره کار اخیستل کیده، خو هغه اندیښمن دی چې دښمن هیوادونه کولای شي د هغې نه د امریکا د تخریبولو لپاره کار واخلي.

دا تکنالوژي تر اوسه ابتدایي ده او د هغې په واسطه جوړې شوې ویدیوگانې په لږ پام او دقت سره پیژندل کیږي، خو اندیښنه داده چې که یوه ورځ دغه تکنالوژي دې حد ته ورسیږي چې د اصلي او جعلي ویدیو ترمنځ توپیر ناممکن شي، جدي ستونزې به رامنځ ته کړي.

XS
SM
MD
LG