د لاس رسي وړ اتصالات

اریانا افغان شرکت د اماراتو 'العین' ښار ته د الوتنو پیلېدو خبر ورکړ


اریانا افغان هوايي شرکت تر اووه کلن ځنډ وروسته د متحده عربي اماراتو «العین» ښار ته د پروازونو بیرته پیلېدو خبر ورکړ.

د دغه شرکت مسؤلینو د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۹ (لړم اوومه) له امریکا غږ سره خبرو کې «العین» ښار ته د اریانا افغان هوايي شرکت پروازونو پیلېدل تائید کړل، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنکړل.

د دغه شرکت مسؤل امریکا غږ ته وویل: "بلې هو آریانا العین ښار ته پرواز شروع کړی دی."

بلخوا باختر دولتي خبري آژانس پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې اریانا افغان شرکت به«العین» ښار ته په اوونۍ کې د شنبې او چهارشنبې په ورځو دوه پروازونه تر سره کوي چې د مسافرو ترڅنګ به سوداګریز توکي هم پکې انتقالیږي.

د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته، ګڼو بهرنیو هیوادونو ته د آریانا افغان هوايي شرکت پروازونه بند شوي و.

متحدده عربي اماراتو تر دا مهاله هغه هیواد «العین» ښار ته د آریانا افغان هوايي شرکت د پروازونو بیرته پيلېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې آریانا افغان هوايي شرکت تر دې مخکې هند، ایران، روسیې دوبۍ، اسلام آباد، دوحې، استانبول او انقرې ته هم خپل پروازونه پیل کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان په څلورو نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسافرینو د کنټرول او څارنې قرارداد د متحدو عربي اماراتو له یو شرکت سره لاسلیک کړی دی.

XS
SM
MD
LG