د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او قطر ترمنځ هوايي پروازونه بیا پيلیږي


دافغانان د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د قطر الوتکې د ختلو پرمهال
دافغانان د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د قطر الوتکې د ختلو پرمهال

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وایي، د کابل او قطر ترمنځ هوايي الوتنې له «څو کلن» ځنډ وروسته بیا پیل کیږي.

یاد وزارت نن چهارشنبه فبروري دوهمه ( سلواغې ۱۳) وویل چې د افغانستان او قطر هېوادونو د تفاهم له مخې به له دې وروسته هره اونۍ د افغانستان هوايي شرکتونو او قطر هوايي شرکت الوتنې پیل او دوام ولري.

تیره ورځ د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هیواد یې د افغانستان او قطر ترمنځ د هوايي پروازونو بیرته پیلېدو پر سر له طالبانو سره موافقې ته رسېدلی دی.

نوموړي زیاته کړې چې له طالبانو سره د کابل او دوحې ترمنځ په اونۍ پر دوو الوتنو موافقه شوې ده او په خبره یې یاد پروازونه د قطر هوايي چلند له لارې کیږي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ یې په واشنګټن ډي سي کې د اکسیوس خبري رسنۍ سره مرکه کې ویلي چې دغه پروازونه متحده ایالاتو او نورو هیوادونو ته د بهرنیو هیوادونو د اوسیدونکو او د خطر سره مخامخ افغانانو ایستلو زمینه برابروي.

د افغانستان څخه د امریکا د بشپړه وتلو وروسته د کابل څخه د تخلیې پروازونه د قطر د چارتر شویو الوتکو له لارې ترسره کیدل. خو دغه پروازونه د ډسمبر د میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د مخالفت په وجه ودریدل.

د اکسیوس اژانس د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له قوله لیکلي چې قطر ته په اونۍ کې د اریانا افغان هوایي شرکت د یو پرواز په اړه هم خبرې روانې دي.

قطري مقاماتو ویلي چې د دوو میاشتو ځنډ وروسته له کابل څخه د تخلیې لومړنی پرواز د جنورۍ په ۲۶ (سلواغې ۶) ترسره شوی دی.

XS
SM
MD
LG