د لاس رسي وړ اتصالات

آریانا افغان شرکت هند ته د پروازونو بیرته پیلېدو خبر ورکړ


آریانا افغان هوايي شرکت له کابل څخه نوي ډهلي ته د خپلو پروازونو بیرته پیلېدو خبر ورکړ.

د آریانا افغان هوایي شرکت مسؤلینو نن چهارشنبه اګست درېیمه (زمري ۱۲) امریکا غږ ته وویل چې اریانا افغان هوایي شرکت اوس مهال د کابل او هند د مرکز نوي ډهلي تر منځ په اونۍ کې یو پرواز لري.

هغه وویل چې له کابل څخه نوي ډیلي ته د آریانا افغان هوایي شرکت لومړی پرواز به د جمعې په ورځ وي.

آریانا افغان شرکت په دې اړه پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي :"د آریانا افغان هوایي شرکت ویاړ لري چې د خپل همېشني خدمتونو په لړ کې د ډېرو مودو وروسته خپلې الوتنې د هندوستان ډهلي ښار ته بیا پیل کړل."

د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته، د هند په ګډون یو شمېر نورو هیوادونو ته هم د آریانا افغان هوايي شرکت پروازونه بند شوي و.

شاوخوا یو کال کېده چې له افغانستان څخه هند ته د آریانا افغان هوایي شرکت پروازونه بند و.

نوي ډهلي تر دا مهاله هغه هیواد ته د آریانا افغان هوايي شرکت د پروازونو بیرته پيلېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې آریانا افغان هوايي شرکت تر دې مخکې ایران، روسیې دوبۍ، اسلام آباد، دوحې، استانبول او انقرې ته هم خپل پروازونه پیل کړي وو.

هند چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته یې په کابل کې خپل سفارت تړلی و په تیره چنګاښ میاشت کې په کابل کې د خپل سفارت د بیرته پرانیستلو او په افغانستان کې د دپلوماتیک حضور بیا تاسیس کولو لپاره یو تخنیکي ټیم دې هیواد ته واستوه.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان په څلورو نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسافرینو د کنټرول او څارنې قرارداد د متحدو عربي اماراتو له یو شرکت سره لاسلیک کړی دی.

XS
SM
MD
LG