د لاس رسي وړ اتصالات

اریانا سعید په کروناویروس اخته شوې


د اریانا سعید په فیسبوک کې د هغې د ناروغۍ خبر خپور شوی
د اریانا سعید په فیسبوک کې د هغې د ناروغۍ خبر خپور شوی

د افغانستان مشهوره سندرغاړې اریانا سعید د کرونا په ویروس اخته شوې ده.

د اریانا سعید نامزاد د هغې په رسمي فیسبوک کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم ۵) دا خبر خپور کړی او لیکلي دي چې اریانا سعید اوس قرنطین شوې او استراحت کوي.

په فیسبوک کې نور معلومات ورکړل شوي نه دي‌ چې هغه چېرته او کله په دغه ویروس اخته شوې ده، خو لیکل شوي دي چې د هغې مینه والو ته به یې په اړه تازه معلومات خپاره کړي.

په همدغه فیسبوک کې ډېرو مینه والو هغې ته د ژر تر ژره ښه کېدو هیله کړې ده.

اریانا سعید د افغانستان یوه مشهوره سندرغاړې ده چې ډېر مینه وال لري او وخت ناوخت په کابل او د نړۍ په ځینو نورو ښارونو کې خپلو مینه والو ته کنسرتونه ورکوي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د وهان په ښار کې خپور شو او دا مهال په نړۍ کې پرې څه باندې ۴۳ میلیون انسانان اخته دي او شاوخوا اته میلیون نور مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG