د لاس رسي وړ اتصالات

آصف مهمند: د عطا زوی او سکرتر یې سخت شکنجه کړم


ښاغلي مهمند د امریکا غږ اشنا تلویزون سره په ځانګړې مرکې کې ادعا وکړه چې د عطا نور زوی د هغه غوږ په غاښونو شکولی دی
ښاغلي مهمند د امریکا غږ اشنا تلویزون سره په ځانګړې مرکې کې ادعا وکړه چې د عطا نور زوی د هغه غوږ په غاښونو شکولی دی

د بلخ د ولایتي شورا غړی محمد اصف مهمند ادعا کوي چې د والي عطا محمد نور زوی د هغه نیم غوږ په غاښونو پرې کړې.

ښاغلي مهمند دا ادعا هم وکړه چې د ښاغلي عطا سکرتر هم وهلی ډبولی دی.

نوموړي د امریکا غږ اشنا تلویزون سره په ځانګړې مرکې کې، چې سر یې په سپین بنداژ تړلی و او یوه سترګه یې شنه او پړسېدلې وه، ادعا وکړه چې د عطا محمد نور زوی د هغه په غوږ غاښ لګولی دی. هغه د خپلې ادعا د ثبوت لپاره خپل غوږ د تلویزون کېمرې ته نژدې کړ، چې خلک یې وویني.

د هغه غوږ ښکاري چې یوه څنډه یې نشته. هغه وویل چې له وهلو وروسته یې د هغه د وژلو پرېکړه هم وکړه، خو بیا یې د افغانستان ملي امنیت کارکوونکو ته وسپاره.

ښاغلي مهمند وویل چې د بلخ له هوايي ډګر څخه د عطا محمد نور شخصي ساتونکو په زوره په ټانګ کې کېنوه او د ښاغلي نور کور ته یې بوته. هغه دا خبره هم وکړه چې د ښاغلي عطا ساتونکو د هغه د نیولو پر مهال له پولیسو سره هم زورزیاتی وکړ.

نوموړي وویل چې اوس په کابل کې چې خپله درملنه وکړي، د عطا نور او هغو کسانو چې دی یې شکنجه کړی او زورولی دی، د عدلي تعقیب غوښتنه وکړه.

څو ورځې مخکې د عطا نور وسله والو محمد اصف مهمند ولچک کړ او د ښاغلي مهمند په وینا د عطا کور ته یې بوته.

د بلخ د والي غبرګون

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وايي، محمد آصف مومند له نیولو وروسته شکنجه شوی نه دی.

ښاغلي فرهاد له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې د ښاغلي موند ادعاوې دروغ دي او د ولسمشر غني له خوا بلخ ته استول شو پلاوی د دا قضیه څیړي او حقیقت به د څیړنو وروسته روښانه شي.

هغه وویل "له دوو وروځو راپدیخوا حقیقت موندونکی هیات د جلالت‌مآب ولسمشر د حکم پر بنسټ بلخ ته راغلی دی او په دې برخه کې تحقیق او ارزیابي کوي، د هغه ادعا په بشپړه توګه کذب او دروغ دي، له ښاغلي مومند سره هیڅ ډول ناوړه چلند نه دی شوی او په دې برخه کې هیڅ‌ ډول سند او ثبوت نشته".

د افغانستان جمهوري ریاست، د کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت ریاست، لویې څارنوالۍ او د سیمه‌ییزو ارګانونو د ادارې یو ګډ هیات ته دنده سپارلې چې د د بلخ د والي عطا محمد نور له خوا د ولایت د شورا غړي محمد آصف مومند د نیولو قضیه وڅیړي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG