د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ والي وسله والو آصف مهمند تر لنډې جګړې وروسته یووړ 


ښاغلي مهمند تر نیول کیدو وړاندې پر فیسبوک لیکلي و چې زور ته به تسلیم نشي
ښاغلي مهمند تر نیول کیدو وړاندې پر فیسبوک لیکلي و چې زور ته به تسلیم نشي

عطامحمد نور دغه راز کابل ته خبرداری ورکړی چې د بلخ ولایت له بې ثباته کولو لاس واخلي.

د بلخ ولایت د امنیې قومندان وايي چې د والي عطامحمد نور پورې تړلو وسله والو تر یوې لنډې وسله والې نښتې وروسته، ولایتي استازی محمد آصف مهمند له ځانه سره وړی.

سید کمال سادات امریکاغږ ته وویل چې د دوشنبې په شپه د بلخ په هوایي ډګر کې له پولیسو سره د والي عطا د وسله والو کسانو په نښته کې د څو نورو ټپیانو په ګډون، یو پولیس هم ټپي شوی.

د بلخ د پولیسو مشر وویل "د امنیه قومندان په توګه زما هڅه دا وه چې د کورنیو چارو د سرپرست وزیر ویس برمک او د امنیتي معین جنرال مرادعلی مراد په لارښوونې ښاغلی مهمند بیرته کابل ته ستون کړم، خو د والي پورې تړلو وسله والو له وسله والې نښتې وروسته د ولایتي شورا وکیل له ځان سره یووړ”.

کابل ته خبرداری

بل لور ته د بلخ والي پر فیسبوک د محمد آصف مهمند د عکس په خپرولو سره په کابل کې جګپوړو امنیتي چارواکو ته خبرداری ورکړی چې د بلخ له بې ثباته کولو لاس واخلي.‌ پدغه عکس کې ښاغلی مهمند د یوه پوځي سړي‌ څنګته پداسې حال کې ناست دی چې لاسونه یې ولچک دي.‌

ښاغلي عطا لیکلي "د ملي امنیت د شورا مشارو (ښاغلی حنیف اتمر) او د ملي امنیت عمومي مشر (ښاغلی معصوم ستانکزی)! د توطیه جوړونکو پروژو سره بلخ، چې نسبي امنیت او آرامي لري، مه نا آرامه کوئ".

محمد آصف مهمند د دوشنبې په ماښام له کابل نه په الوتکه کې بلخ ته ولاړ
محمد آصف مهمند د دوشنبې په ماښام له کابل نه په الوتکه کې بلخ ته ولاړ

ښاغلی عطا چې د اسلامي‌ جمعیت د ګوند اجرايي مشر هم دی پخوا له دندې د محمد حنیف اتمر د لرې کولو غوښتنه کړې وه. د جمعیت ګوند خبرداری ورکړې و چې که ښاغلی اتمر له دندې ونه شړل شي،‌ نو حالات به نورهم وران شي.‌

اداري فساد که سیاسي اختلافات؟

د بلخ والي ته نږدې کسانو پر ټولنیزو رسنیو داسې رسمي اسناد خپاره کړي چې ښیې د کورنیو چارو وزارت او له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ د محمد آصف مهمند د نیولو امر کړی دی. دوي ټینګار کوي چې د ښاغلي مهمند نیونه د قانون سره سم ترسره شوې ده.

خو څرګنده نده چې د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ چې ښاغلی مهمند له کابل نه د بلخ ولایت په لورې روان و،‌ ولې د کابل په هوايي‌ ډګر کې توقیف نکړ.

دا هم نده څرګنده چې د بلخ والي ولې د ښاغلي مهمند له نیولو سربیره، بیا هم ولسمشر محمد اشرف غني د ملي‌ امنیت مشاور او د ملي امنیت د ادارې مشر د بلخ په بې ثباته کولو تورن کړي.‌

محمد آصف مهمند پخوا د بلخ پر والي کلکې نیوکې کړې وې او ښاغلی عطا محمد نور یې په فساد او قانون ماتولو تورن کړی و.‌

XS
SM
MD
LG