د لاس رسي وړ اتصالات

اسفندیار ولي وايي په پوځ نیوکې ښه کار ندی


د پاکستان د عوامي نیشنل گوند (ANP) مشر اسفندیارولي ویلي چې د پاکستان په ملي ادارو نیوکې سم کار ندی.

د عوامي نیشنل گوند مشر اسفندیار ولي خان دغه خبرې د پاکستان د مشهور ټیلویژن جیو په یو پروگرام کې د پښتون ژغورنې تحریک ته په اشاره کړیدي.

د پروگرام کوربه سلیم صافي د ښاغلي اسفندیار نه لمړنۍ پوښتنه دا وکړه چې نن سبا چې کوم ځوانان راپورته شویدي، د هغې په اړه د هغه د گوند څه دریځ دی.

اسفندیار ولي په ځواب کې وویل مونږ د فاټا د مسلې د حل لپاره کوښښ کوو او وې ویل چې "یوه خبره زه څرگنده کوم چې کله هم څوک په ملي ادارو انتقاد کوي نو د ټولو نه مخکې مونږ د ادارو دفاع کړیده. دا یوه سیاسي مسله ده او پکار ده چې د ټولو خواو سره په موافقه حل شي"

اسفندیار ولي په خپلو خبرو کې د پښتون ژغورنې د تح‏ریک نوم وانه خیست.

ښاغلي اسفندیار ولي په قبایلي سیمو کې د خښو ماینونو په اړه وویل چې په دغو ماینونو کې پوځیان هم وژل کیږي ځکه چې دغه یواځې پوځیانو نه بلکه طالبانو هم ځاې په ځاې کړیدي. هغه زیاته کړه چې د پاکستان په پوځ او قضایي دواړو ملي ادارو انتقاد سم کار ندی.

اسفندیار دا هم وویل چې که دواړه مخالفې خواوې وغواړي نو هغه منځگړتوب ته تیار دی.

د یادونې وړ ده چې د عوامي نیشنل گوند خپلو غړیو او طرفدارانو ته ویلي چې د پښتون ژغورنې تحریک په احتجاجي غونډو کې گډون ونکړي.

د عوامي نیشنل گوند تیره میاست د پښتون تحریک یو مشر محسن داوړ د ځوانانو د څانگې د مشرۍ نه لیرې کړ. د ANP گوند دا هم اعلان وکړ چې هر هغه څوک چې د گوند نه علاوه د نورو ټولنو یا تنظمیونو په فعالیتونو کې برخه اخلي، گوند یې اجازه نه ورکوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG