هندي رسنیو خبر ورکړی چې د بالیوډ سینما مخکښه او نامتو سندرغاړې اشا بوسلې د ناروغۍ له کبله د ۹۲ کالو په عمر وفات شوې ده.
خبر کې د مېرمن بوسلې د مؤظف ډاکټر پراتیت سمداني په حواله راغلي چې بوسلې د یکشنبې په ورځ [اپرېل ۱۲مه] د بدن د ځېنو غړو د فعالیت د درېدو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه.
د مېرمن بوسلې لمسۍ زنای بوسلي په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې نیا یې د شنبه په شپه [اپرېل ۱۱مه] د تنفسي ناروغۍ او بدني کمزورۍ له کبله روغتون ته انتقال شوه.
د اشا بوسلې د غږ او اواز سره نه یوازې د هند وګړي بلکې د افغانستان په شمول د جنوبي آسیا او نړۍ ګڼ شمېر خلک اشنا دي. یو شمېر افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د مېرمن بوسلي د انځورونو او ویډیوګانو په خپرولو سره د هغې په مړینې خواشيني ښودلې ده.
د ځېنو شمېرو له مخې مېرمن بوسلې ۱۲۰۰۰ سندرې ثبت کړې دي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په خپلې اېکس پاڼې کې د مېرمن بوسلې د مړینې له کبله ژورو خپګان څرکند کړی او لیکلي دي چې د اشا بوسلې غږ د هند "له خورا مشهورو او څو اړخیزو غږونو څخه و."
مودي زیاته کړې چې د بوسلې هنري سفر "په ټولې نړۍ کې د بې شمېرو خلکو زړونه، تر اغېز لاندې راوستي دي."
د اشا بوسلې زوی، انند بوسلي خبریالانو ته ویلي چې د مور د جنازې مراسم یې د دوشنبې په ورځ [اپرېل ۱۳مه] ترسره کېږي.
فورم \ دبحث خونه