د لاس رسي وړ اتصالات

غني وايي له طالبانو وړاندې پاکستان سره باید سوله وشي


ولسمشر غني خوښ دی چې د کندز د بیرته نیولو په عملیاتو کې ملکي خلک ندي وژل شوي
ولسمشر غني خوښ دی چې د کندز د بیرته نیولو په عملیاتو کې ملکي خلک ندي وژل شوي

افغان حکومت وايي کندز يې بیرته نیولی او د حالاتو د ارزولو لپاره يې درې کمیسیونونه ټاکلي دي.

د افغانستان جمهور رئیس د کندز ښار د بیرته نیولو په لړ کې ملکي خلکو ته د زیان د نه رسیدلو له کبله خوښ دی.

ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ماښام خبریالانو ته وویل "خوشاله یم چې نن د کندز خلکو اود افغانستان خلکو د یو ښه خبر سره خپله ورځ پیل کړه، هیله ده د شک او تردید فضا چې د پریکړې یا زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیت په برخه کې موجود وو له منځه تللي وي ".

ښاغلي غني وویل چې د کندز د وضعیت د سپیناوي لپاره يې درې کمیسیونونه ټاکلي دي چې یو یې امنیتي، بل یې ملکي او دریم یې ملکي خلکو ته د رسیدلو زیانونو د ارزولو کمیسیون دی.

ده وویل چې د کندز په سقوط کې چې هرچا وظیفوي غفلت کړی وي او ورته به سزا ورکړل شي او هغوي چې د کندز د بیا نیولو په عملیاتو کې یې میړانه کړی، و به ستایل شي.

سرپرست وزیر

ښاغلي هغه انګیرنې هم ناسمي وبللې چې ګوندې د امنیت په شورا کې ده د کندز په ولایت کې څو میاشتې وړاندې د عملیاتو مخه نیولی وه.

ده د ملي دفاع وزارت د سرپرست په تړاو وویل چې کله پارلمان په رخصتیو کې وه د تقنیني فرمان له لارې یې د سرپرستانو په قانون کې تعدیل راوستی دی نوځکه د دفاع وزارت سرپرست به خپل کارته دوام ورکړي.

ولسمشر غني د ټولو هغو پخوانیو مجاهدینو د قوماندانانو څخه چې په کندز کې یې د طالبانو په وړاندې جګړې کې ګډون ته لیوالتیا ښودلې مننه وکړه وې ویل چې داجګړه د افغان امنیتي ځواکونو له خوا پرمخ وړل کیږي.

ځينو جهادي قوماندانانو وړاندې ویلي وه چې غواړي سلګونه وسله وال کندز ته د طالبانو پر ضد جګړې ته واستوي.

د سولې خبرې

پداسې حال کې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سیاسي خبرې اترې په ټپه دریدلي دي، ولسمشر غني وايي چې لومړی باید له پاکستان سره سوله وشي.

د غني په خبره "بنیادي سوله د افغانستان او پاکستان د دولتونو ترمنځ ده. نا اعلان شوی جنګ مونږ تعریف کړی دی. زمونږ تعریف د پاکستان دولت قبول کړی دی د کومې ورځې پورې چې پناه ځایونه وجود ولري دا په دې معنی دي چې د دوو دولتونوترمنځ سوله نشته او دا د کومې سلیقي خبره ده دا د نړیوالو قوانینو او د دولت له وظیفو و وجیبو څخه شمیرل کیږي".

پاکستان چارواکي بیا وايي له طالبانو سره د افغانستان په جګړه کې مرسته نه کوي خو چمتو چې د سولې په خبرو کې د ممنځګړي ونډه ولوبوي.

XS
SM
MD
LG