د لاس رسي وړ اتصالات

د آسیا کپ کرکټ سیالۍ وځنډول شوې 


د اسیا کپ سیالۍ په وروستي ځل په ۲۰۱۸ کې وشوې
د اسیا کپ سیالۍ په وروستي ځل په ۲۰۱۸ کې وشوې

د آسیا د کرکټ شورا نن یکشنبه مۍ ۲۳ (غبرګولې دویمه) اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ آسیا کپ سیالۍ یې وځنډولې.

د آسیا د کرکټ شورا په اعلامیې کې راغلي دي چې په دغه ټورنمنټ کې ګډون کونکې لوبډلې ډېرې بوختي دي او نشي کېدای چې ټولې لوبډلې دې په کې برخه واخلي.

د آسیا کرکټ شورا تېرکال د کروناویروس له کبله د ۲۰۲۰ سیالۍ ۲۰۲۱ ته وځنډولې او دا دی اوس یې د ۲۰۲۱ سیالۍ ۲۰۲۳ وځنډولې.

وايي ۲۰۲۳ ته یې ځکه وځنډولې چې د ۲۰۲۲ کې د آسیا کپ بل ټورنمنټ په پام کې نیول شوی دی.

د آسیا کپ په سیالو کې افغانستان، هند، پاکستان، بنګله دېش،‌ سریلانکا او د دویمې درجې یو بل هېواد لوبیږي. دا سیالۍ په هرو دوو کلونو کې یو ځل کیږي.

د آسیا کپ اخري سیالۍ په ۲۰۱۸ کې وشوې چې افغانستان په کې بنګله دېش او سریلانکا ته ماتې ورکړې وه، ‌له هند سره یې مساوي‌ او پر پاکستان یې په وروستیو شېبو کې بایللې وه.

XS
SM
MD
LG