د لاس رسي وړ اتصالات

اسیا کپ کرکټ سیالۍ؛ افغانستان په کې د ګټې څومره چانس لري


د کرکټ د اسیا جام شپاړسم پړاو د پاکستان او سريلانکا په ګډ کوربتوب د چهارشنبې په ورځ اګست ۳۰ (وږي اتمه) پیلیږي. هند، بنګله دیش، نیپال او افغانستان هم په دې پنځوس اوریزو لوبو کې برخه لري.

شپږو واړه لوبډلې په دوو ګروپونو الف او ب وېشل شوي دي. افغانستان په ب ګروپ کې له بنګله دېش او سري لانکا سره دی. د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې به د څلورو غوره مرحلې ته او بیا به د دوې له ډلې دوې لوبډلې به پایلوبې ته وځي. پایلوبه د سپتمبر په ۱۷ نېټه په سري لانکا کې ده.

د کرکټ شنونکې سوریانشي پانډې وايي: "هند که هر څو د اسیا جام زیات ټورنامنټونه ګټلي دي خو د ۲۰۲۲ کال د ماتې زخم یې لا هم تازه دی او هڅه به کوي چې د یو نوي فکر سره دې اسیا جام کې ولوبیږي."

هند د ۲۰۲۲ کال د کرکټ د ۲۰ اوریزو لوبو نړیوال جام په نیمه پای لوبه کې د انګلنډ په وړاندې د لسو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه او له لوبو پاتې شوه. سري لانکا دغه اتلولي‌ وګټله.

په دې سیالۍ کې د هند ستر حریف پاکستان دی چې تازه یې سريلانکا کې له افغانستان څخه د درې پنځوس اوریزو لوبو لړۍ وګټله.

د کرکټ شنونکی دویندر کمار وايي: "پاکستان قوي تیز توپ اچوونکي لوبغاړي لري خو په توپوهنه کې بیا د مشکلاتو سره مخ ښکاري او همدا ضعف به د مقابلو ټیمونو دپاره د پام وړ وي."

افغان لوبډله

افغان لوبغاړي وار دمخه د پاکستان لاهور ښار ته رسېدلي دي. د افغانستان لومړۍ لوبه د راروانې یکشنبې په ورځ له بنګله دېش او دویمه لوبه یې د سه شنبې په ورځ له سري‌ لانکا سره ده. دواړه لوبې یې په لاهور کې دي.

د افغانستان د کرکټ مسئولین هیله لري چې افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې ښه ځلېږي او د دوی په خبره دغو سیالیو لپاره یې ښه چمتوالی نیولی دی.

د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان امریکا غږ ته وویل: "موږ باید دویم راونډ [مرحلې] او بیا سیمې فاینل ته ورسېږو. دویم راونډ ته رسېدل زموږ ډېر ضروري دي، ځکه چې زموږ د بنګله دېش نه ښه ټیم دی، زموږ د سري لانکا نه ښه ټیم دی او موږ وخت لرو چې د خپلو مشکلاتو په حل باندې کار وکړو."

د بنګله دیش کرکټ تيم تر اوسه اسیا جام نه دی ګټلی خو د اسیا د کرکټ په میدانونو یې د ځلیدو چانس ډیر دی.

د کرکټ بنګله دیشی لوبغاړی رضا کریم محبت وايي: "دې ورځو کې د کرکټ ټول اسیايي ټیمونه یو اندازه قوت او ضعف لري نو موږ نشو ویلی چې کوم ټیم به دا جام وګټي خو زموږ هیلې د بنګله دیش د ټیم سره دي."

د کرکټ اسیا جام په داسې وخت کې ترسره کیږي چې یوه میاشت وروسته د کرکټ نړیوال جام هم هند کې پیلیدونکی دی.

د خیبر تلویزون د ورزش د برخې خبریال سیار علي شاه وايي: "ټول ټیمونه به کوشش کوي چې دا اسیا جام وګټي ځکه چې همدې اسیا کې د کرکټ نړیوال جام هم کیدونکی دی نو دا بری به ورته د ستر جام دپاره یوه قوي روحیه ورکړي."

د نیپال لوبډله په لومړي ځل په اسیا کپ کې لوبېږي.

د دغو سیالیو اصلي کوربه پاکستان و، خو هند پاکستان ته له تللو ډډه وکړه او بالاخره پرېکړه دا وشوه چې لوبې به په سري لانکا او پاکستان کې کېږي او هند به خپلې ټولې لوبې په سري لانکا کې کوي.

د اسیا کپ له نیپال پرته نورو پنځو ګډون کوونکو هېوادونو ته یو ښه فرصت دی چې د نړیوال جام تر سیالیو مخکې په خپلې کمزورتیا او قوت باندې لا ډېر تمرکز وکړي.

د نړیوال جام سیالۍ په هند کې کېږي چې لومړۍ لوبه یې د اکتوبر په پنځمه نېټه ده. د افغانستان په ګډون لس لوبډلې په کې لوبېږي او هره لوبډله به له بلې سره یوه لوبه کوي او د سر څلور غوره لوبډلې به یې بلې مرحلې ته ځي. د اسیا کپ لومړۍ لوبه د پاکستان او نیپال ترمنځ ده.

په ۱۹۸۴ کال کې پیل شوی د کرکټ اسیا جام اووه ځله هند، شپږ ځله سريلانکا او دوه ځله پاکستان ګټلی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG