د لاس رسي وړ اتصالات

نظرپوښتنه: اکثر افغانان د هېواد په اړه لا خوشبینه دي


د ایشیا فونډیشن چارواکي خبریالانو ته د نوې سروې په باب د معلوماتو په وخت
د ایشیا فونډیشن چارواکي خبریالانو ته د نوې سروې په باب د معلوماتو په وخت

ایشیا فونډیشن دا سروې د جون او جولای په میاشتو کې د کابل په ګډون د افغانستان په څلوردیرش ولایتونو کې د نهه زره دوه سوه یو اویا ښځو او نارینو سره د مرکو په اساس ترتیب کړې ده.

دا سروې ښیې چې افغانان د امنیت وروسته فساد او بیکاري د خپلو لویو ستونزو په توګه ویني.

که څه هم په روان عیسوي کال کې په افغانستان کې کار و بار د ټاکنو د اوږدیدلو او د بهرنیو ځواکونو د وتلو د اندیښنو له امله په ټپه دریدلی و، خو بیاهم دا سروې وایي چې لا ۵۴.۷ فیصده خلک دا ګڼي چې هیواد یې په سمه پرمخ درومي دا اندازه د تیرکال پرتله په راتلونکې باندې د افغانانو په باور کې نږدې درې فیصده کموالی ښیي.

په سروې کې ۳۴ فیصده پوښتل شویو خپلو مرکه کوونکو ته ویلي چې په هیواد کې امنیتي وضیعت د لوې ستونزې په توګه ویني.

همداشان ۲۸.۴ فیصدو فساد او ۲۵.۷ فیصدو بیکاري د خپلو لویو ستونزو په توګه یاده کړې ده.

د ایشیا فونډیشن د افغانستان ددفتر رئیس عبدالله احمدزي ددغې سروې د اعلان په وخت خبریالانو ته وویل چې دا سروې په افغانستان کې په سوله ایزه توګه د سیاسي واک د لیږد انعکاس هم کوي.

ښاغلي احمدزي وویل " د سږکال سروې د وروستي سیاسي انتقال او د بدلون لپاره د خلکو توقعات منعکس کوي. د دریو نه نږدې دوه برخې افغانان په دې هیله دي چې تیرې ټاکنې به د دوي د ژوند د ښه کیدلو سبب شي. او همداشان اکثریت پوښتل شوي په دی باور وو چې د وسلوالو مخالفانو سره د حکومت د سولې او پخلاینې پروګرام به په افغانستان کې د ثبات د زیاتیدلو سره مرسته وکړي".

ښاغلي احمدزي وویل چې روان عیسوي کال د سیاسي، اقتصادي او امنیتي انتقال له امله د افغانانو لپاره یو ډیر مهم کال دی د همدې له امله په سروې کې هڅه شوې ده چې د همدغو دریو مسلو په باب د افغانانو نظر منعکس شي.

دا سروې د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم ځل د ټاکنوڅخه وروسته ترسره شوې ده چې په ترڅ کې د پوښتل شوو کسانو نه یو اتیا پوښتنې پوښتل شوي دي.

ایشیا فونډیشن د دوه زره څلورم کال را په دیخوا په افغانستان کې لس ورته سروې ترسره کړي چې په ترڅ کې په څلوردیرش ولایتونو کې د پنځه شپیته زرو ښځواو سړو سره د هغوی د هیواد د راتلونکې په باب خبرې شوي او د هغوی نظریات یې معنکس کړي دي.

XS
SM
MD
LG