د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې په اول ځل د یوې ښځې په جنازه کې ښځو گډون وکړ


په پاکستان کې د بشري حقونو د مبارزې او وکیلې عاصمه جهانگیر چې د شنبې په ورځ وفات شوه، په جنازه کې یې د نارینو تر سنگ ښځو هم گډون وکړ.

دا د پاکستان په تاریخ کې اول ځل دی چې د یو مشهور شخصیت په جنازې کې ښځو هم گډون کړیدی.

د عاصمه جهانگیر جنازه د پاکستان د لاهور ښار د کرکټ په یو مشهور لوبغالې کې وشوه. په دغه جنازې کې د ښځو سره سره د اقلیتي مذهبي ډلو کسانو، سیاستمدارانو، د حقونو فعالینو او هغه خلکو گډون وکړ چې اغلې جهانگیر ورسره په خپل ژوندانه مرستې کړي وي.

خبریاله رابعه محمود په خپل ټویټر لیکي چې په دغه جنازه کې د سړو ترسنگ ډیر شمیر ښځو هم گډون کړیدی.

عصمت شاهجهان چې د عوامي کارگر گوند د ښځو د برخې مشره ده امریکا غږ ته وویل "د هغې اخیرې مراسم ډیر په درناښت ترسره شول، د ژوند د مختلفو ډگرونو نه ښځې عاصمه جهانگیر ته د خدای په اماني ویلو ته راغلې وې. مونږ د جنازې د لمانځه په وخت په لمړني صف کې ولاړ و."

د اغلې جهانگیر په مړینې ډیرو خلکو په ټولنیزو رسنیو خپل خپگان څرگند کړیدی او هغه یې په ډیرو ښه ټکو کې یاده کړیده.

عمران خان چې په اسلام اباد کې د حقونو فعال او لیکوال دی، په خپل ټویټر ولیکل چې د عاصمه په جنازې کې د ښځو او سړو گډون هغه څه دي چې هغه به پرې هم خوشحاله وي.

ځینې داسې خلک هم شته چې غوښتل یې د هغې جنازې ته ورشي خو څه مجبوري یې لرله.

د سوات اوسیدونکې نجمه گله امریکا غږ ته وویل چې د هغې ورور په ٢٠٠٨ کال کې لادرکه شوی و او عاصمه جهانگیر د پوځ په ضد په دعوی کې ورسره مرسته کړي وه. هغې وویل "نن زمونږ په کلې کې خلک وایي چې فرښته د دې دنیا نه لاړه. ما چې کله واوریدل چې عاصمه خور مړه شویده نو ما هم غوښتل چې د هغې اخیري مراسمو ته ورشم خو لاهور ډیر لیري دي. خو زمونږ سره یې ډیره مرسته کړیده."

اغلې جهانگیر چې په پاکستان کې د ځبل شوو خلکو د مور لقب ورته هم کیږي، ډیر مخالفان هم لرل چې ځینو د هغې په مرگ خوښي څرگنده کړیده.

د پاکستان د دفاعي چارو مبصر زید حامد هم د خوښۍ څرگندولو یو ټویټ وکړ د پاکستان پوځ د هغې په مرگ خوښ دي

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG