د لاس رسي وړ اتصالات

سومالیا کې ځانمرګي‌ برید له امله ۱۱ تنه ووژل شول


د سومالیا چارواکي او عیني شاهدان وایي چې د سپټمبر ۱۴ ( وږې ۲۳) ددغه هیواد په مرکز موګادیشو کې د یوه ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۱۱ تنه ووژل شول.

شاهدانو ویلي دي چې ځانمرګی بریدګر یوه کافي شاپ ته ننوت او خپل انتحاري واسکټ یې وچاوداوه.

دا برید د هغه هیواد د وداجیر په ولسوالۍ کې د حکومت یوې امنیتي پوستې ته نږدې شوی، هغه پوسته چې د موګادیشو د هوایي ډګر او د افریقایي ټولنې د قواوو د اصلي مقر ترمنځ پرته ده.

سومالیایي چارواکو چې وغوښتل په راپور کې یې نوم ذګر نشي، ویلي‌ دي‌ چې په پيښه کې ملکي او نظامي افراد وژل شوي دي.

تندلارې الشباب ډلې ددې ځانمرګي برید مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

د سومالیا صدراعظم محمد حسین ربول په یوه ټویټ کې دا برید غندلی دی او هغه یې وحشیانه عمل بللی. نوموړي زیاته کړې چې د الشباب د نن ورځې برید غندي کوم چې له امله یې بیګناه خلک مړه او ټپیان شوي دي.

د سومالیا صدراعظم همدارنګه ویلي دي دا برید ښکاره کوي چې د الشباب تندلارې د "سومالیا د خلکو د وینې تږې" دي.

د ۲۰۰۶ کال راپدیخوا په سومالیا کې د الشباب د تندلارې ډلې په بریدونو کې په زرګونه ملکي کسان وژل شوي دي.

الشباب ډله هڅه کوي چې د هغه هیواد حکومت چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پيژندل شوی ړنګ کړي او خپله په هغه هیواد کې واک ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG