د لاس رسي وړ اتصالات

سومالیا کې د پوځ د روزنې په مرکز کې دننه ځانمرګی برید شوی


د سومالیا حکومت د الشباب ډلې سره په جګړه دی
د سومالیا حکومت د الشباب ډلې سره په جګړه دی

په سومالیا کې چارواکي وايي چې د پوځ د روزنې په یو مرکز کې دننه ځانمرګی برید شوی دی.

په برید کې د تلفاتو په اړه مختلف راپورونه خپاره شوي دي.‌

دوو حکومتي سرچینو امریکا غږ ته ویلي‌ دي چې په برید کې ۱۰ نوي جلب شوي عسکر وژل شوي دي.

خو د سومالیا یو وکیل عبدالرزاق عمر په خپل ټویټر کې لیکلي دي ‌چې په برید کې تر ۲۰ ډېر عسکر وژل شوي دي.

برید نن سه شنبه جون ۱۵ (غبرګولي ۲۵) په موګادیشو کې د نویو جلب شویو سرتېرو د روزنې په مرکز کې دننه شوی دی.

چارواکي وايي بریدګر د پوځ جامې اغوستې وې او د روزنې پر مهال یې په ځان پورې تړلي بمونه وچول.

د روزنې مرکز د سومالیا د یو پخواني پوځي مشر جنرال عبدي کریم په نوم دی چې په ۲۰۱۵ کې په یو هوټل کې د الشباب ډلې په برید کې ووژل شو.

په همدې حال کې د سومالیا په پونټلنډ کې یوې محکمې ۱۷ کسانو ته د مرګ سزا تائید کړه. دوی د ترهګرۍ او الشباب ډلې سره د تړاو په تور محکوم شول. یو بل کس په همدې جرم د ټول عمر لپاره زنداني شو.

محکمې وویل چې دغو کسانو چاودنې کړي او خلک یې وژلي دي. محکمه وايي دغو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی، خو د محکوم شویو خپل خپلوان وايي‌ چې هغوی مجبور شوي چې اعتراف وکړي.

XS
SM
MD
LG