د فلیپین جمهور رئیس شنبه اکټوبر ۲۶ ( لړم څلورمه) ویلي چې پدې هیواد کې د ټرامي توپان له کبله د سیلابونو او ځمکې ښویدنې په پیښو کې د مړو شویو او ورکو شویو کسانو شمیر ۱۳۰ ته ورسید او دا یې هم ویلي چې په لیرو پرتو سیمو کې خلک مرستو ته اړتیا لري.
دا توپان د فلیپین په شمال لویدیځ کې د جمعې په ورځ پيل شو او په لومړۍ ورځ پکې ۸۵ تنه مړه او ۴۱ نور ورک شول.
د دې هیواد د اضطراري پیښو سره د مبارزې ادارې ویلی چې په روان میلادي کال کې دومره زورور او ویجاړونکی توپان نه و راغلی.
دې ادارې همدارنګه ویلي چې ښایي د مړو شویو او ورکو شویو کسانو شمیر لا پورته شي ځکه چې لیرې پرتو سیمو ته لا هم د ژغورنې او لټون عمله نده رسیدلې.
د فلیپین جمهور رئیس فیردیناد مارکوز چې د شنبې په ورځ د پایتخت مانیلا په جنوب ختیځ کې یې په سیلابونو کې ډیرې ځپل شوې سیمې کتلې، خبریالانو ته وویل چې په ځینو ځایونو کې په پرله پسې توګه ۲۴ ساعته ورښت شوی او دا چې په ګڼ شمیر سیمو کې ډیر اوبې ډنډ شویدي.
جمهور رئیس زیاته کړه، " د ژغورنې کار لا هم ندی پای ته رسیدلی. ډیرې سیمې لا هم د اوبو لاندې دي او لاسرسی ورته نشي کیدی".
دې توپان په فلیپین کې څه باندې ۵ میلیون وګړي زیانمن کړي او حکومت ویلي چې تر ۶۳۰۰ ډیر خلک په اضطراري سرپناوو کې ژوند کوي.
سږ کال په فلیپین کې ۱۱ توپانونه راغلي دي او ددې هیواد جمهور رئیس د کابینې په اضطراري غونډې کې اندیښنه څرګنده کړې چې د هوا پیژندنې ادارې وړاندوینې له مخې ښایي دا توپان یو ځل بیا راتلونکې اوونۍ راشي ځکه چې د جنوبي چین سمندرګي له لوري د لوړ فشار سره مل بادونه جریان لري.
د فلیپین حکومت په ټول هیواد کې ښوونځي او حکومتي ښوونځي تړلي دي تر څو میلیونونه ماشومان او مامورین خوندي پاتې شي. او دا چې په یو شمیر سیمو کې د شنبې په ورځ هوا صافه وه، د ژغورنې او لټون عملې د پاکولو چارې پیل کړیدي.
فلیپین چې د جنوبي چین سمندر او آرام سمندر تر منځ پروت دی، هر کال پکې تقریباً شل توپانونه راځي. د هیان په نامه توپان چې تند باد ورسره و، په ۲۰۱۳ کال کې یې پدې هیواد کې څه د پاسه ۷۳۰۰ تنه مړه کړل او بسته کلي یې وران کړل.
فورم \ دبحث خونه