د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالو نړیوال سازمان: لیبیا کې په یوه اوونۍ کې ۱۶۰ کډوال وژل شوي


د کډوالو نړیوال سازمان IOM د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۱ (لیندۍ۳۰ ) وویل چې په تیره یوه اوونۍ کې د لیبیا په سواحلو کې د کډوالو د بیړیو د ډوبیدو له امله حد اقل ۱۶۰ کسان وژل شوي دي.

په ژنیف کې د کډوالو د نړیوال سازمان ویاندې صفا مصهلي وویل:"په تیره یوه اوونۍ کې د لیبیا په سواحلو کې د مدیترانې په مرکزي برخه کې ۱۶۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی."

میرمن مصهلي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د روان کال په جریان کې پر یاده لاره ۱۵۰۰ کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کډوالو نړیوال سازمان ویلي دي چې د ډسمبر له ۱۲ تر ۱۸ پورې ۴۶۶ کډوال له اوبو څخه ژغورل شوي او بیرته لیبیا ته انتقال شوي دي.

په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د لیبیا د رهبر معمرالقذافي تر وژل کیدو او په هغه هیواد کې د کورنۍ جګړې له پیل وروسته، یاد هیواد اروپا ته د کډوالو په یوه مسیر بدل شوی دی.

د کډوالو د لیږد په بله لویه نقطه مراکش کې، دولتي رسنیو ویلي دي چې په تیرو څلورو ورځو کې د مدیترانې او اتلاتینک سمندر په اوبو کې ۳۵۲ کسان نیول شوي دي.

د هغه هیواد یوې دولتي رسنۍ د یوه نظامي چارواکي په حواله ویلي دي چې اکثریت دغو کډوالو له بادي او د لرکیو له بیړیو څخه استفاده کوله چې په نیول شویو کسانو کې ۲۳ میرمن او نهه ماشومان هم شامل وو.

د فرانسې خبري آژانس وایي چې په سمندري ځواکونو په بیړیو کې د لومړنیو صحي خدماتو له ترلاسه کیدو وروسته، د مراکش په سواحلو کې چارواکو ته وسپارل شول.

د مراکش پولیسو د دوشنې په ورځ ډسمبر ۲۰ وویل چې د سږ کال په جریان کې یې څه باندې ۱۲۲۰۰ غیر قانوني مهاجر نیولي او د قاچاقبران ۱۵۰ شبکې یې له منځه وړي دي.

XS
SM
MD
LG