د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې په شمال کې دیره کډوال: د ټولو خطرونو په منلو سره غواړو بریتانیې ته ولاړ شو


د فرانسې په شمال کې بریتانیې ته په لاره د وژل شویو کډوالو پاتي شوې چریکي بسترې او نور شیان
د فرانسې په شمال کې بریتانیې ته په لاره د وژل شویو کډوالو پاتي شوې چریکي بسترې او نور شیان

د تیرې اونې د چارشنبې په ورځ له فرانسې څخه بریتانیې ته په لاره په اوبو کې د ۲۷ کډوال ووژل شول،خو د فرانسې په شمال کې راټول شوي کډوال وايي په دغه کانال کې د ډوبېدو د خطر له شتون سره سره، غواړي بریتانیې ته لاړشي.

د فرانسې شمالي ساحل ته نږدې د کډوالو په لڼدمهاله کمپ کې کډوال چې ډیر شمیر ښځې او ماشومان دي په سړې هوا کې شپې اوورځې تیروي.

په دغه کمپ کې اوسېدونکي یوه عراقۍ کډواله وايي په عراق کې د ژوند خرابو شرایطو کډوالې ته اړ کړېده.

هغې وویل: "په عراق کې ژوند خراب دی، پیسې نشته، کور نشته، هرڅه خراب دي."

د عادل په نوم یوبل عراقی کډوال وايي چې د دغه کانال له لارې بریتانیې د تګ په هکله اندېښنه لري، خو زیاتوي چې بله لاره نه لري او اړ دی چې د مرګ په دغې لارې ځان بریتانیې ته ورسوي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جیرالډ دارمانین وايي، د نورو عواملو ترڅنګ قاچاق وړونکي هم د کډوالو د بحران لوی مسببین دي.

هغه وویل :" د دغه ناوړه وضعیت لومړني مسببین قاچاق وړونکي دي. دوی هغه جنایتکاران دي چې د یو څو زرو یورو لپاره له عراق، افغانستان، افریقا او اسیا څخه انسانان قاچاق کوي له هغه وروسته غواړي دوی بلجیم، هالنډ، فرانسې ته او په خاصه توګه دانګلش کانال له اوبو څخه په تیرولو سره یې بریتانیی ته بوځي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وویل له دغو قاچاق وړونکو سره باید مبارزه وشي، هغه زیاته کړه چې د روان عیسوي کال د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ نیټې راهیسې یې شاخوا ۱۵۰۰ قاچاق وړونکي نیولي دي او دوه تنه یې په فرانسې کې محکمه شوي هم دي.

د دغو کډوالو ډیر شمیر له افغانستان، سوډان، عراق، اریتریا اونورو هیوادونو څخه د بې وزلې، ناامنۍ او نورو عواملو له امله دلته، راتګ ته اړشویدي او د یوه ښه ژوند د جوړولو په خاطر د ځان د خطر په منلو سره غواړي بریتانیې ته ولاړشي.

یو افغان کډوال وايي د هغه پلار پولیس و او اوس د طالبانو له ویرې له کور څخه دباندې نشي وتلی: "زه غواړم چې بریتانیې ته ولاړشم او له خپلې کورنۍ سره مالي مرسته وکړم، زه د بریتانیې له حکومت څخه غواړم چې زمونږ له کورنۍ سره مرسته وکړي، ځکه چې ژوند یې له ګواښ سره مخامخ دی."

د کډوالو د یوه مرکز مسئول وايي‌، د دې علت چې ډیر خلک غواړي بریتانیې ته ولاړ شی دادی چې هلته خپلوان او اشنایان لري او هم د بریتانیې په ژبه چې انګریزي ده پوهیږي.

په داسې حال کې چې فرانسه او بریتانیه په دې کې اختلاف لري چې په څه ډول د انګلش کانال له خطرناکې لارې د کډوالو د تګ د مخنیوي وکړي. د بشري چارو ادارې وايي د بریتانیې تګلاره نه عملي کیږي بلکه د قاچاق وړونکو شبکې قوي کوي. دوی وايي‌ چې د دغې ستونزې د اسانه کولو لپاره، بریتانیې ته په کارده چې بریتانیې ته د ورتګ لپاره، پناه غوښتونکو ته خوندي او قانوني لار برابره کړي.

د دغه کانال له لارې له فرانسې څخه بریتانیې ته د کډوالو په ورتګ کې د ۲۰۲۰ کال په پرتله، سږکال درې چنده زیاتوالی راغلی دی.

XS
SM
MD
LG