د لاس رسي وړ اتصالات

د چین په وروستیو سیلابونو کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او ۱۹ لادرکه شوي


د چین رسمي رسنیو د سه شنبې په ورځ، د اګست لومړی (زمري لسمه)، وویل چې ددغه هېواد د پلازمینې بیجینګ او شاوخوا سیمو کې د سختو بارانونو له امله ۲۰ تنه وژل شوي او ۱۹ تنه نور لادرکه دي.‌

د "ډوکسوري" په نامه زورور طوفان چې د سختو بارانونو سره مل دی، د شنبې په ورځ چین ته پداسې حال کې ورسید چې له هغه مخکې یې‌ د فلیپین او فیجي هېوداونه ځپلي وو. ویل کیږي‌ چې په وروستیو کلونو کې دا په چین کې یو له ډیرو سختو بارانونو څخه دی.

د بېجينګ د ښار ځينې برخې هم ددغو سختو بارانونو له امله اغېزمنې شوې او سړکونه خټو پوښلي دي.

یو چینايي تبعه چې نه یې غوښتل نوم یې په رپوټ کې واخستل شي، د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل چې هغه د ۲۰۱۲ کال د جولای له طوفان وروسته چې ۷۹ کسان یې ووژل او لسګونه زره یې بې کوره کړل، دومره بد سیلاب نه دی لیدلی. نوموړي زیاته کړه:"د هغه مهال په پرتله، دا ځل سیلاب ډیر غښتلی دی."

د "کیو" په نوم یو بل ۲۰ کلن چینایي تبعه فرانس پرس خبري آژانس ته وویل: "دا یو طبیعي ناورین دی، تاسو هیڅ شی نه شئ کولی،‌ خو موږ باید سخت کار او بیارغونه وکړو."

د چین دولتي تلویزیون د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې بارانونو په پلازمینه بیجینګ کې د دوو ژغورونکو په ګډون، لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي دي. دغه ژغورونکي، د ژغورنې عملیاتو په بهیر کې ووژل شول.

د چین دغې دولتي رسنۍ د رپوټ پر بنسټ، تر اوسه ۱۳ کسان لادرکه دي او ۱۴ نور ژغورل شوي دي.

په ګاونډي ولايت هیبي کې هم د سیلابونو د را وتلو له امله نهه کسان وژل شوي او شپږ کسان لادرکه دي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ د سه شنبې په ورځ، په سیلابونو کې د بندو خلکو د ژغورنې لپاره د "د بشپړې هڅې" غوښتنه وکړه.

هغه وویل:"چارواکي باید په سمه توګه له سیلابونو څخه اغیزمن شوي خلک ځای په ځای کړي، د ټرانسپورټ، مخابراتو او بریښنا زیربناوو د رغونې لپاره چټک کار وکړي او ژر تر ژره دې نظم او د عادي ژوند چارو ته سمون ورکړي. "

د ګلوبل ټایمز ‌په نامه د چین دولتي ورځپاڼي خبر ورکړی چې په بیجینګ کې له ۱۰۰ زرو څخه زیات خلک چې د خطر سره مخ وو، ایستل شوي دي.

چارواکو ویلي، چې د چین حکومت په پلازمینه او ګاونډیو ولایتونو کې د مرستې رسولو په موخه ۱۱۰میلیون ین (۱۵.۴ میلیون ډالر) ځانګړي کړي دي.

چین په روان دوبي کې سخته هوا تجربه او بې ساري تودوخه یې ثبت کړې ده. بلخوا ساینس پوهان وايي چې دا ټول د اقلیم بدلون له امله رامنځته شوي دي.

په ورته وخت کې، چين خپل ختیځ ساحل ته نږدې د "خنون" په نوم د کال د شپږم طوفان د راتګ لپاره چمتووالی نیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG